بیجنګ 12 اپرېل (اے پي پي) داخله وزير احسن اقبال وئيلي دي پاکستان او افغانستان د چین په مرسته د كوئټې نه تر قندهار د رېلوے سروس پېل كولو منصوبه جوړوي٬ سباٶن كښې به د پېښور نه د لاهور په لاره تر كراچۍ د 250 نه تر 350 كلومټير سپيډ سره چلېدونكې تند رفتاره رېل له هم منصوبه جوړولې شي٬ د پېښور نه تر كراچۍ اېم اېل ون رېلوے منصوبه د 8 اربه ډالرو په لګښت اپ ګرېډ كولې شي٬ دې منصوبې ترسره كېدو سره به د رېل ګاډو رفتار د 80 كلوميټره د ساعت په سر نه 160 كلوميټره شي۔ اے پي پي سره خپله خاص مركه كښې ده ووئيل ګوادر بندر به د رېل نېټ سره پېوست كولو او د كوئټه نه پېښور لپاره نېغه په نېغه د رېل سروس پېل كولو پحقله هم د چين چارواكو سره خبرې شوې دي۔ ده ووئيل پاکستان كښې به د چین په مرسته د رېلوے جديد انجينئرنګ ادارې جوړولې شي دغسې چې د رېلوے اپ ګرېډېشن منصوبو لپاره په كوټلې بنيادونو انجينئرز ٬ ټېكنيشنز او نور افرادي قوت ترلاسه شي ۔ ده ووئيل د رېلوے اپ ګرېډېشن د چين او پاكستان ترمېنځه د سي پېك له مخې د انفرسټركچر پرمختګ لپاره د مرستې سلسلې كړۍ ده۔ د باؤ فورم پحقله د پوښتنې په ځواب ده ووئيل وزیراعظم په دې فورم كښې د پاكستان د پلاوي مشري كړې او نړيوالو مشرانو او د سرمايه كارو كمپنو مشرانو سره ئې ملاقاتونه كړي ۔ د سي پېك له مخې پاكستان كښې سرمايه كارۍ لپاره سرمايه كارو د خپلې خوښۍ څرګندونه كړې كوم چې د اوسني حكومت په پاليسو د ھغوي د باور څرګندونه ده ۔ ده ووئيل بېلټ اېند روډ منصوبه نړۍ خپلو مېنځ كښې د ټرلو منصوبه ده٬ سي پيك د بېلټ اېنډ روډ منصوبې برخه ده٬ نړيوال پوهان او تجريزه كار دې منصوبه كښې خوښي لري او منصوبه سيمه ايزو روابطو جوړولو لپاره يو مثالي منصوبه ګرځوي۔ ده ووئيل په لنډه موده كښې پاكستان كښې د توان په څانګه كښې بلها سرمايه كاري شوې كومه چې نورو لپاره يو مثال دے٬ نړۍ پاكستان كښې د انفراسټركچر د ودې او د خاص اقتصادي زونز جوړېدو ستائنه كوي كومې سره چې به كم پرمختللې سيمو كښې هم سوكالي راشي
متعلقہ مضامین
-
Nuclear scientist Dr AQ Khan passed away after developing health issues
-
CM Punjab to inaugurate Waqar-un-Nisa University this month: Sh Rashid
-
Bomb blast kills two children in Balochistan’s Hoshab
-
Journalist killed in bomb attack in Hub
-
Bilawal expresses felicitations to party workers on winning Kotli by-election
-
Dengue diagnosed in 169 more people in Punjab
-
NA panel takes serious notice of delay in completion of road
-
IHC asks MoF to decide Veena Malik’s kids custody case
-
No problem in civil-military ties: Sheikh Rasheed
-
IHC seeks NAB’s comments in B4U company case
-
PM directs to declare a ‘leopard preservation zone’ in Margalla hills
-
CTD shoots three terrorists of banned outfit in Pakpattan