اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي) د نګران وزيراعظم د بشري حقونو خاص مرستيالې مشعال حسېن ملك د کشمير او فلسطين په اړه د نړۍ دوه مخيز معيار رامخې ته كولو سره وئيلي دي د كشمير او فلسطين چېلنجونو مخ نيوے نړيوال امن او تلپاتې سلامتيا لپاره ضروري دے ۔ مشعال ملك دا خبرې د شورو په ورځ په قائداعظم پوهنتون اسلام آباد كښې افريقه٬ شمالي او سوئيلي امريكا لپاره د ايريا سټډي تر سېوري لاندې د کشمير او فلسطين په مسئلو د امريكې د پاليسيو په اړه سېمينار ته د خاص مېلمنې په توګه كړې۔ په دستوره كښې په پاكستان كښې د ايران سفير رضا اميري مغدام، سينيټر مشاهد حسېن سيد، سفير علي سرور نقوي او د سفيرې نائله چوهان پشمول نورو مېلمنو ګډون كولو۔ په سېمينار كښې زده كوٶنكو ٬ د ميډيا نمائندګان٬ د سول سوسائټئ غړي هم موجود وو۔ مشعال ملك ووئيل بايد نړۍ په كشمير او فلسطين خپل دومخيز معيار ختم كړي ٬ د كشمير او فلسطين چېلنجونو مخ نيوے نړيوال امن او تلپاتې سلامتيا لپاره ضروري دے۔
متعلقہ مضامین
-
Punjab Police okays security arrangements for Eid
-
Every possible support from media vital for public service: Dr Rubaba
-
Two killed, another injured in Burewala accident
-
Police officers visit martyrs’ families, distribute Eid gifts
-
Sheikh Rashid’s nephew arrested upon return to Pakistan
-
PM, Abu Dhabi crown prince resolve for developing partnerships in diverse fields
-
Heatwave, dust storm predicted in Sindh
-
Rescue-1122 responds to 21,974 emergencies during Eid holidays
-
NHA takes steps to ensure smooth traffic flow
-
Islamabad long march a bid to ‘save’ Farah
-
Poor foreign policy of previous regime isolated Pakistan: Murad
-
Massacre in Pir Dastgeer reminder of horrific human rights violations in IIOJK