کراچی۔ 28 اکتوبر (اے پی پی) صدر مملکت ډاکټر عارف علوی وئيلي دي چې موجوده نګران حكومت او د پاك پوځ سرلښكر جنرال عاصم منېر د هېواد معيشت ښه كولو له د ګډې منصوبو لاندې د بهرنۍ سرمايه كارۍ راوړلو هڅې كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ په يو ځايي هوټل كښې د 15م رائس اېکسپورټرز اېسوسی ایشن آف پاکستان (آر ای اے پی) دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې د سندھ ګورنر كامران خان ټېسوري هم ګډون وكړو۔ صدرمملکت ووئيل سوداګره ورورولي د پاك پروردګار په امر هېواد په معاشي توګه پياوړې هېواد جوړولې شي۔ پاكستان بشپړ صلاحيت لري كوم څخه چې ګټه پورته كېدې شي۔ ده آر ای اے پی ته د 300 ملین ډالر برآمدات تر 3 بلین ډالر رسولو په سفر مباركي وركړه۔ صدر مملکت ووئيل مېرمنې خپلواكه جوړولو او د هېواد په معيشت كښې د خپل كردار ترسره كولو له بايد په كمپنيو كښې ملازمت وكړي۔ ده ووئيل هېواد ته پېښو چېلنجونو قابو موندلو له به مونږ له خپلو ماشومانو ته تعليم وركول وي۔ په دې موقعه ده په غزه كښې د روان ظلم او زياتي غندنه هم وكړه۔ د سندھ ګورنر محمد كامران خان ټېسوري دستورې ته خپل خطاب كښې ووئيل وريژې د هېواد دوئي تر ټولو غوره برآمدات دي۔ ده په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې تر دې دمه دا د يو صنعت په توګه تسليم كړې شوي نه دي۔ ده ووئيل سي او اے اېس د پولې ترهګرۍ سره سره د معاشي ترهګرۍ هم مقابله كوي۔ ده ووئيل د ډالر په بيعه كښې كمې رامخې ته شوې دې۔ د فلسطيني اولس په اړه ده ووئيل ګرده نړۍ دې د فلسطيني اولس په حق كښې او د اسرائيلي ظلم او زياتي په ضد غږ پورته كړي۔ وروستو ډاكټر عارف علوي او د سندھ ګورنر كامران خان ټېسوري د وريژو تر ټولو غوره برآمد کنندګا ته ايوارډز او ټرافۍ وركړې۔
متعلقہ مضامین
-
China-Pakistan friendship: we must not let our vision be blocked by floating clouds
-
Political instability in Pakistan a cause of concern: scholar
-
Vaccine reaches Pakistan to cure lumpy skin disease in cattle
-
21 Pakistani universities named among world’s best universities for 2022
-
Gwadar port commemorating Chinese martyrs
-
MBBS student’s body recovered from varsity hostel
-
DOAM ensuring upgradation, restoration of heritage assets
-
Pakistani passport still ranks fourth worst in world
-
Bilal Yasin attack case: two shooters sent to jail on judicial remand
-
Supreme Court declares deputy speaker’s ruling null and void
-
Verdict ‘unfortunate’
-
Pakistan ambassador Masood Khan meets US State Department, military official