اسلام آباد۔7ستمبر (اے پی پی) چیف آف دی نیول سټاف ایډمرل محمد امجد خان نیازی وئيلي دي پاك سمندري پوځ د هېواد بحري دفاع باوري كولو سره سره په نړيوالو اوبو كښې خپل دايمي شتون په ځايې ساتي او سيمه ايزو سمندري ځواكونو سره د همكارۍ دلارې په ژورو سمندرونو كښې مېري ټائم سكېورټي ته وده وركوي۔ د بحريه ورځې په موقعه په خپل پېغام كښې ده ووئيل پاك بحريه هر كال د ستمبر 8 مه نېټه د خپلو افسرانو او ځوانانو قربانيو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو له د بحريه ورځې په توګه لمانځي كومو چې د دښمن اوبو ته ننوتلو سره د دوارکا په ساحلي قصبه بمباري كولو له د خود اعتمادۍ ٬ همت او په پاك پرورګار د بشپړ يقين څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل مونږ په دې ورځ د هغه شهيدانو او غازيانو د قربانيو اعتراف كوؤ كومو چې د كال 1965 جنګ په مهال د يو ناوړه دښمن په ضد د قومي حوصلې لوړې كړې۔ ده ووئيل د آپرېشن دوارکا كوم ته چې وروستو”آپرېشن سوم ناتھ“ نوم وركړے شو ٬ په مهال د پاك بحريه 7 جنګي جهازونه د دښمن په سيمه كښې مشن له روان شول او په دواركا كښې يۍ هندوستاني رېډار سټېشن او د يو رېډيو ټاور په شمول مهم ساحلي تنصيبات تباه كړل چې ورسره د هندوستاني بحريې حوصلې ته زيات زيان ورسېد او د هغې ځوابي رد عمل يۍ مفلوج كړو۔ ده ووئيل په روانه وضعه كښې پاك بحريه قومي پرمختګ او په خاص توګه د ساحلي آبادو بهترۍ د بلیو اکانومی ودې له په زړه پورې ګامونه پورته كوي۔ په دې لړ كښې پاک بحریه د بحري چارو وزارت په مرسته د روان كال په مهال په فرورۍ كښې د پاكستان اولنې انټرنېشنل میری ټائم نندارتون او كنفرنس (پی آئی اېم ای سی) وكړو۔ پی آئی اېم ای سی كښې 22 غېر ملکی او 121 ځايي نمائش کنندګانو ګډون وكړو۔ دغسې پاک بحریه د روانې مياشتې په پېل كښې بحریه یونیورسټی کراچی کېمپس كښې د پاکستان مېری ټائم سائنس اېنډ ټیکنالوجی پارک (پی اېم اېس ټی پی) پائلټ لانچ كړے دے۔ د دې منصوبې مقصد د تعلیمی ادارو ٬ صنعت ٬ غېر ملكي ټېكنالوجي فرمونو او رياستي ادارو يو ځايې كولو سره د مېري ټائم تعليم ٬ تحقيق ٬ اختراع او ټېكنالوجي پرمختګ ته خاص پام ګرځول دي كوم چې زمونږ معيشت ته وده وركولې شي۔ ده ووئيل نن مونږ د بحريه ورځ لمانځؤ ٬ راځۍ چې قوم لپار د خپلو شهيدانو او غازيانو قربانيو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړؤ۔ ده ووئيل د پاك بحريه افسران ٬ سي پي اوز /سېلرز او سوېلېنز د ګران هېواد د دفاع او د ټولو خطرو او چېلنجز په ضد د مېري ټائم د تحفظ عزم تكرار كوي۔
متعلقہ مضامین
-
OIC session an opportunity to address humanitarian situation in Afghanistan
-
OIC urged to help move ICJ for war crimes in IIOJK
-
FMs of Pakistan, Kazakhstan agree to enhance ties
-
Complaint resolution primary moto: ombudsman
-
THANK YOU JINNAH
-
‘No forward block in PTI-AJK’
-
Fawad mocks Bilawal for pretending to address large gathering in Malakand
-
Accused of embezzling money of aid program held
-
UK-Pakistan Business Council urges exporters to reap maximum benefits from GSP Plus
-
Pakistan, China share common position on Ukraine crisis: Ambassador Haque
-
Four soldiers martyred in N Waziristan terror attack
-
Heat wave likely to intensify in Karachi from today