اسلام آباد۔1ستمبر (اے پی پی) د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ وئيلي دي د پاكستان په كوربتوب كښ د ملګرو ملتونو د امن مشن وزارتي غونډې تيارۍ په لړ كښې دوه ورځنۍ غونډه په اسلام آباد كښې وشوه٬ جاپان سره په ګډه كوربتوب كښې دا غونډه د ”د ملګرو ملتونو امن ډلو حفاظت او سلامتيا” سرخط لاندې وشوه۔ وياندې د جمعې په ورځ پرېس بريفنګ كښې ووئيل غونډه كښې د سېكرټرېټ مشرانو چارواكو او د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو استازو سره سره ځائي او نړيوالو پوهانو هم ګډون وكړو۔ په دوه ورځنۍ غونډه كښې په ذېلي موضوعاتو پېنل ډسکشنز وكړې شول۔ وياندې ووئيل پاكستان په پالېسي او آپرېشنل دواړو كچو د ملګرو ملتونو امن پوځ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ د ملګرو ملتونو د امن مشن وزارتي غونډې تيارۍ په لړ كښې د غونډې كوربتوب د پاكستان پرله پسې پېوستون په ډاګه كوي چې مقصد يۍ بېلې شخړې لرونكو سيمه كښې سلامتيا او استحكام په ځايې ساتل دي۔ په كال 2023 كښې به وزارتی غونډه دسمبر كښې په ګھانا كښې كولې شي۔ وياندې ووئيل نګران خارجه وزير جليل عباس جېلاني هم غونډې ته خطاب وكړو۔ په خپل خطاب كښې هغه ووئيل د ملګرو ملتونو امن ډلو له محفوظ چاپېريل باوري كول بايد اولنۍ ترجيح وګرځوې شي۔ وياندې ووئيل په خپل اختتامي خطاب كښې خارجه سېكتر ډاكټر محمد سائرس سجاد قاضی د امن سباؤن لپاره د پاكستان وژن په ډاګه كړو۔ دې ووئيل پاكستان به د امن پوځ مرسته لا پياوړې او متنوع كړي دغسې چې دا لا مستحكم او مضبوط كړې شي۔ وياندې ووئيل زمونږ مېرمنې به د امن ډلو په ټولو هڅو كښې مهم كردار ترسره كوي۔
متعلقہ مضامین
-
All coalition partners behind PTI govt: Qureshi
-
Fawad greets 10 ministries awarded for excellent performance
-
Maqbool Butt remembered on his 38th martyrdom anniversary
-
Rescue 1122 finalizes arrangement to deal any situation during re-polling
-
IIOJK facing impending danger of genocide by fascist Modi regime
-
NCHD, UNICEF ink agreement for feasibility study on KP’s education requirements
-
UAF invites applications for B.Ed
-
Public to never forgive Nawaz & Company for looting national wealth: Fawad
-
Inzamam highlights PSL 7 semi-finalists
-
PM for beefing up pace of uplift schemes in Karachi
-
Accused involved in triple murder case arrested
-
PM directs Punjab government to ensure efficient services for common man