اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د كامسيټس پوهنتون لخوا د داخلې منسوخ كولو په ضد د زده كونكو خواست منظورولو سره پوهنتون ته زده كونكي ته د ډګرۍ تر پايې رسولو موقعې وركولو هدايت كړے ۔ د ايوان صدر پرېس ونګ څخه د ګل په ورځ جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ووئيل چې د كامسيټس پوهنتون دې زده كونكي ته د ډګرۍ بشپړولو موقع وركړي۔ پوهنتون د 7 سمسټرو بشپړېدو څخه ورستو د زده كونكي داخله منسوخ كړې وه۔ د تفصيلاتو له مخې د حماد بن زين داخله په كال 2017 كښې د كم نمبرو ترلاسه كولو په بنياد درې نيم كاله پس منسوخ كړې شوه۔ ۔صدر مملكت ووئيل چې د حيرانتيا خبره دا ده چې پوهنتون دومره لويه غلطي كړې٬ درې نيم كاله پس زده كونكي ته وئېلي شوي چې هغه د داخلې اهل نه دے۔ صدر مملكت ووئيل چې زده كونكي د 8 م سمسټر فيس ادا كړې او په تندۍ سره يۍ 7 سمسټر بشپړ كړي٬ د زده كونكي كومه غلطي نشته او بيا هم د هغه سباؤن ته زيان رسولې شوې دې۔ ډاكټر عارف علوي ووئيل چې د انصاف تقاضا دا ده چې زده كونكي ته دې د ډګرۍ بشپړولو اجازه وركړې شي۔ د تفصيلاتو له مخې حماد بن زين( شكايت كونكي) وفاقي محتسب ته د كامسېټس په ضد شكايت وكړو۔ په دې وفاقي محتسب پوهنتون ته د دې معاملې د انكوائرۍ كولو او د قصور وار اهلكار د بې غورۍ ذمه وار ګرځولو حكم وكړو۔ په رېليف نه ترلاسه كېدو زده كونكي د وفاقي محتسب پريكړې په ضد صدر مملكت ته خواست وكړو په كوم چې صدر مملكت د زده كونكي خواست منظورولو سره د وفاقي محتسب پريكړه مسترد كړه۔ صدر مملكت ووئيل چې زده كونكي د خپلې ډګرۍ پروګرام 3 نيم كاله بشپړ كړې دي٬په زده كونكي د غلط بيانۍ كوم تور نشته٬هغه ته د پوهنتون د انتظاميې د تېروتنو سزا وركول پكار نه دي٬د داخلې منسوخ كېدو له امله به د زده كونكي وخت٬پيسه او محنت ضائع شي۔ده ووئيل چې پوهنتون دې د حماد بن زين داخله بحال كړي او محتسب ته دې په دې اړه رپورټ وركړي۔
متعلقہ مضامین
-
كستان اطاليه سره پخوانۍ اړيكې لري۔ پاكستان اطاليه سره دفاعي تربيتي او اداره جاتي مرسته لا زياتول غواړي
-
وزيراعظم عمران خان سره د ګلګت بلتستان اعلٰی وزير حافظ حفيظ الرحمان وليدل
-
نړيوال بانك مالياتي استحكام لپاره د پاكستان د نوي حكومت د مني بجټ اقدامات تائيد كړل د مالياتي څانګې او د كرنټ اكاؤنټ خسارې پشمول د ميكرو اكنامكس په اړه ناهموارۍ واجبات زيات كړې چې په سباؤن كښې يې په معاشي پرمختګ آغېز كېدې شي
-
د پاك پوځ ترقي كوونكو لېفټېننټ جنرلز نوې زمه وارۍ اعلان كړې شوې
-
پائېداره پرمختګ يواځې د امن د لارې ممکن دے
-
په برېسټ كېنسر قابو موندلو له به دې ناروغتيا پلو خاص پام ګرځول وي۔ په وخت د تشخيص نه كېدو يو سبب ددې ناروغتيا په حقله ناپوهي هم ده۔ درملنو سره سره احتياط ته هم اړتيا ده۔ د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د برېسټ كېنسر په اړه ګورنر هاؤس كښې يو پروګرام كښې خبرې
-
د اسلام آباد اېن اے 53 حلقه كښې په بېلو پولنګ سټېشنونو پولنګ
-
د هېواد په اعلی تعليمي ادارو او پوهنتونونو كښې د فاټا طالبعلمانو له بېله كړې كوټه كښې د زياتوالي په احكاماتو د عملدرآمد باوري كولو سپارښتنه
-
د سويټ هوم ماشومانو لپاره به په ګرد هېواد كښې سويټ هوم جوړولې شي ۔ بلاول بھټو زرداري
-
وزيراعظم عمران خان په قندهار كښې د رامخې ته شوې پیښې غندنه وكړه
-
هند دې مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا د كېميائي وسلو د كارولو بې پرې پلټنې وكړي
-
خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د هسپانيه سفير كارلوس مورالز د مخه ښې ملاقات