ابوظهبي 12 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاکستان او متحده عرب امارات ترمېنځه د اړيكو اهميت رامخئ ته كولو سره د دواړو هېوادونو اړيكې په ټولو څانګو كښې مستحكمولو لپاره د نورو موقعو په لټولو زور راوړے ٬ ده د تجارت او سرمايه كارۍ په موقعو د خيالاتو څرګندونه وكړه او دا په كوټلې شراكتدارۍ بدلولو او د دواړو هېوادونو د نجي څانګو ترمېنځه رابطې ګړندۍ او قوي كولو په اهميت ئې هم زور رواړو۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د متحده عرب امارات (يو اے اي) نائب صدر، وزيراعظم او د دبئۍ حکمران شېخ محمد بن راشد المکتوم سره ليدلي دي ٬ په دې موقع شېخ محمد بن راشد المکتوم د وزيراعظم په دبئۍ كښې هركلے وكړو او د دوي په قيادت كښې د پاكستان پرمختګ لپاره ئې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم په تود هركلي د شېخ محمد بن راشد المكتوم مننه وكړه ۔ ده د پاكستان او يو اے اي په اړيكو اهميت زور رواړلو سره ووئيل پاکستان متحده عرب امارات د يو اعتماد وړ سياسي او اقتصادي شراكتدار ګڼي۔ ده د پاکستان او متحده عرب امارات اړيكې په ټولو څانګو كښې لا قوي كولو لپاره د موقعو په لټولو هم زور رواړو٬ دواړو مشرانو پاكستان او يو اے اي ته ګټه رسولو لپاره موجوده اړيكې په هره كچه د زياتولو په طريقو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ ده تجارت او سرمايه كارۍ په موقعو د خيالاتو څرګندونه او دا په كوټلې شراكتدارۍ بدلولو لپاره د دواړو هېوادونو د نجي څانګو ترمېنځه رابطې ګړندۍ او قوي كولو اهميت هم رامخې ته كړو۔ په دې مهال شېخ محمد بن راشد المکتوم د پاکستاني کميونټۍ د مينې او محنت ستائنه وكړه چا چې د يو اے اي په پرمختګ كښې ځانګړے كردار لوبولے۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاکستان او متحده عرب امارات ترمېنځه د تاريخي اړيكو ستائنه وكړه او د دوه اړخيزه اړيكو لا زياتولو لپاره ئې د يو اے اي قيادت سره په ګډه كار كولو لپاره د خپل حكومت د عزم پخلے وكړو۔ دغسې وزيراعظم شهباز شريف خپل د امارت هم منصب او شېخ محمد بن راشد المکتوم له په مناسب نېټو د پاكستان دورو بلنې هم وركړې كومې چې ھغوي قبولې كړې
متعلقہ مضامین
-
Siraj ul Haq seeks action against sugar mafia
-
PM summons party meeting ahead of joint session today
-
First eco-friendly plastic road to be functional soon in Islamabad: CDA
-
Opp sets terms for electoral reforms
-
IHC issues notice to former Chief Justice GB Rana Shamim
-
UMT celebrates International Day on Diversity
-
PML-N running campaign against judiciary: Fawad
-
Sindh objection over 2017 census baseless: Asad
-
Opposition decides to move court against bills passed by Parliament
-
Two held for posting weapon pictures on FB
-
Attempts being made to control electoral process
-
COVID-19 claims another like, 15 new infections in Rawalpindi