اسلام آباد 04 اپرېل (اے پي پي) د پاکستا ن او ناروے ترمېنځه د دوه اړخيزه سياسي مشاورت لسم پړاٶ د زيارت په ورځ ترسره شوې۔دوهم سېكتر (يورپ) ظهير اے جنجوعه او سفير ټينا مورچ سمته ډائرېكټر جنرال (ريجنل آفيئرز) د خارجه چارو وزارت د خپلو خپلو هېوادونو د پلاويو مشري وكړه ۔ د خارجه دفتر وياند له مخې په غونده كښې په سياسي ٬ اقتصادي ٬ تجارتي ٬ سرمايه كارۍ ٬ تعليم او د كلتوري څانګو پشمول د دوه اړخيزه اړيكو په ټولو اړخونو بحث اوشو۔ د ناورے پلاوې د جمهوري استحكام ٬ اېمرجنګ اكانومي٬ تجارتي او د سرمايه كارۍ پحقله د پاكستان د كاميابو او پېشرفت پحقله بريف كړې شو ۔ د دې نه علاوه د ناروے كمپنو ته پاكستان كښې د سرمايه كار دوسته پاليسو څخه ګټې پورته كولو ٬ په خاص توګه د توان ٬ كركيلې ٬ فشريز ٬ تېلو او د نورو سېكټرو په اړه د سرمايه كارۍ بلنه وركړه ۔ د ناروے پلاوي ته د هندي جارحيت او د پاكستان لخوا په ځوابي اقداماتو ٬ كرتار پور راهدارۍ پرانستلو ٬ هندي پائيلوټ خوشې كولو د پاكستان هائي كمشنر نوې ډيلي ته د ستنولو ٬ د ملټري آپرېشنز ډاېرېكټرېټ بحالۍ او د تاٶ تريخوالي خاتمې لپاره د اقداماتو په اړه بريفنګ وركړو۔ پاکستان په نړيوالې ورورلۍ زور رواړو چې ھغوي په مقبوضه كشمير كښې د صورتحال او د هندي ځواكونو د ظلمونو نوټس واخلي۔ د ناورے پلاوي په افغانستان كښې د امن په غرض د پاكستان د هلو ځلو نه هم خبر كړې شو او ورته ووئيل شول د افغانستان شخړه يوازې د سوله ايزو خبرو اترو د لارې هوارېدې شي۔ د ناورے پلاوي په افغان امن عمل كښې د پاكستان د تعميري كردار ستائنه وكړه
متعلقہ مضامین
-
Chairman HEC visits KU, pays homage to victims of Confucius Institute blast incident
-
Govt dismisses Sindh IG Mushtaq Mahar
-
Miscreants would not be allowd to ruin Karachi’s peace: PM
-
Long-awaited Senate Session to be held on May 23
-
SC decision binding on state institutions: expert
-
IG Punjab Rao Sardar promoted to grade 22
-
Govt committed to further deepen Pak-China ties: PM
-
Positive talks with IMF underway, economic situation to improve soon: Miftah
-
Model Neha Rajpoot, Shahbaz Taseer welcome first child
-
Why Should Companies Outsource Their IT Projects To Pakistan?
-
7 Reasons Why Good Network Security Is Important
-
FM Bilawal’s maiden visit demonstrates new Pak Govt’s commitment for bilateral partnership: China