اسلام آباد 03 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي سېلګري او كلتور يوازنۍ لار ده كومې ته چې د ودې وركولو سره د پاكستان اصل عكس نړۍ ته وړاندې كولې شوو٬ د حكومت لخوا ويزه رجيم كښې بدلون او خارجي سېلګرو لپاره د اېن او سي خاتمه يوه غوره آئيډيا ده ٬ ميډيا دې د آئيډيا غوره پرېزنټېشن لپاره خپل مثبت كردار ولوبوي٬ نننې پاكستان د وړاندينې پاكستان نه زيات سوله ايز او محفوظ پاكستان دے ٬د اېوي اېشن پاليسۍ منظورۍ نه پس د ګلګت بلتستان د سېل ځايونو لپاره د 40 سيټونو په الوتكه او د چورلكې په سروس ټول ټېكسونه ختم كړې شوې۔ وفاقي وزير دا خبرې د شورو په ورځ كنونشن سنټر كښې “پاكستان ټوررزم سمټ” ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع دوهم داخله وزير شهريار اپريدې ٬ د خېبر پښتونخوا د سېلګرې وزير عاطب خان ٬ ګلګلت بلتستان د سېلګرۍ وزير فدا خان هم موجود وٶ۔ ده ووئيل د 1970 او 1980 په لسيزو كښې بېلا بېلو چېلنجونو سره مخ وٶ٬ د دغې باوجود پاكستان يو ښائسته هېواد او سېلګرو لپاره زړه راښكونكې ځاې دے۔ ده ووئيل د نړۍ په وړاندې د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته كولو لپاره سېلګرۍ ته وده وركولې كېدې شي٬ د نوي حكومت سره په نړيواله كچه د پاكستان وقار زيات شوې ٬ ده ووئېل منطقه كښې موجودو غېر متعلقه شخړو سېلګرۍ ته زيان رسولې۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل د نوې اېوي اېشن پاليسۍ وفاقي كابينې څخه منظوري اخستې شوې او اوس ګلګت بلتستان٬ سكردو او شمالي سيمو لپاره د كوچنو الوتكو او چورلكو سروس پېل كول آسان شوي٬ ده ووئېل ټول ټېكسونه ختم كړې شوې۔ وفاقې وزير ووئيل د سعودي عرب د كلتور وزارت او د اطلاعات او خپرونو وزارت اېم او يو لاس ليك شوې٬ پاكستان به سعودي كښې كلتوري اصلاحاتو لپاره بشپړه مرسته كوي
متعلقہ مضامین
-
Foolproof security of educational institution top priority of Police: IGP
-
MCB, Hyundai Nishat Motors & Adamjee Insurance enter strategic alliance
-
ECP to put voters list on display from May 21
-
IGP takes notice of killing of three persons by firing
-
Pakistan, a land of great Buddhist heritage
-
KP CM inaugurates grid station, girls’ college in Lal Qilla
-
India patronizes extremism, encourages violence against Muslims: Ahsan Iqbal
-
President for developing intellectual capabilities in emerging technologies
-
‘Pro-terrorist’ reporting by international media
-
Pakistan earns $419m from travel services’ export in 9 months
-
Pakistan can overcome trade deficit through conducive environment: Marri
-
Akbar Nasir Khan new IGP Islamabad