اسلام آباد 25 فروری (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د اولسي خېرښېګړو لپاره داسې بلدياتي نظام راوستلې شي چې پكښې به بلدياتي نمائندګان خپلواكه او نيغ په نيغه اولس ته ځواب وركونكې وي٬د ګاز بلونو په اړه د ترلاسه شوو ګيلو پلټنو په رڼا كښې به د ذمه وارو په ضد كاروائي كولې شي۔ده دا خبره د ګل په ورځ د ملتان ډويژن څخه تعلق لرونكو د قامي اسمبلۍ غړو سره د ملاقات په مهال په خبرو كښې كړې۔د ملاقات پھ مهال خارجه وزير شاه محمود قرېشي٬سيد فخر امام٬ظهور حسېن قرېشي٬احمد حسېن ډاهر٬ملك محمد عامر ډوګر٬مخدوم زين حسېن قرېشي٬محمد ابراهيم خان٬ميا محمد شفيق٬طاهر اقبال او اورنګزېب خان كهچي هم موجود وو۔د اسمبلۍ غړو د حكومت د روغتيا٬تعليم٬غربت خاتمې او كم آمدن كسانو لپاره د كورونو روغونې پروژو او بېلو نورو څانګو لپاره شوي اصلاحات وستائېل۔ده ووئيل كركيلې څانګه كښې ټيوب ويل لپاره د برېښنا بيعه كښې كمې٬د ټريكټر بيعه كښې د كمي ګامونو څخه د كروندګرو لپاره د ايكټر په سر پیداواري لګښت كښې 2500 نه تر 3 زره روپۍ كمې راغلې كوم څخه چې د كروندګرو ډاډګيرنه شوې۔پھ دې موقع وزيراعظم ووئيل د اسمبلۍ غړي دې په خپلو حلقو كښې د روغتونونو دورې وكړي دغسې چې د سركاري روغتونونو څخه د معالجې كوونكو ته معياري آسانۍ وركول باوري كړې شي۔وزيراعظم ووئيل د كركيلې څانګه مستحكم كول د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل ده٬حكومت د كركيلې په څانګه كښې جدت او في ايكړ پیداوار زياتوالي لپاره د كاروند ګرو به هر ډول مرسته كولې شي۔د قامي اسمبلۍ غړو وزيراعظم د انتظاميې په اړه د اولس د ګيلو څخه خبر كړو۔د ګاز او برېښنا په اړه د اولس ته په رامخې ته شوو مسئلو هم خبرې وشوې۔وزيراعظم ووئيل د ګاز بلونو په اړه د ترلاسه شوو ګيلو پلټنې روانې دي٬د پلټنو په رڼا كښې به د ذمه وارو په ضد كاروائي كولې شي۔وزيراعظم ټاكلې نمائندګانو ته هدايت وكړو چې د اولس مسئلې رامخې ته كولو او د دې حل په لړ كښې متحرك كردار ادا كړي
متعلقہ مضامین
-
Accidental short circuit fire controlled at Sialkot Garrison: ISPR
-
Diabetes spreading fast in Pakistan as 1 in 4 people are diabetic: says expert at NUMS seminar
-
6 family members died in road accident
-
One devotee dies, 95 sustain injuries as bus overturns
-
Afghan, Gwadar Chambers explore “Gwadar trade activities”
-
Pakistan Sports Festival 2022 concludes
-
Niazi Medical and Dental College Sargodha celebrates nutrition month 2022
-
AJK all set to celebrate Pakistan Day with enthusiasm
-
Fawad mocks Bilawal for pretending to address large gathering in Malakand
-
Pakistan Day celebrated with national spirit, great fervor in China
-
‘No forward block in PTI-AJK’
-
Pakistan Day celebrated in Delhi with zeal