اسلام آباد ۔ 18 فروری (اے پی پی) تجارت لپاره د وزيراعظم صلاكار عبد الرزاق داؤد وئيلي دي د پاكستان شرح نمو او معيشت پرمختګ لپاره د سعودي عربستان سرمايه كاري ډېره مهمه ده۔ د ګل په ورځ د اسلام آباد ځائي هوټل كښې پاك سعودي بزنس كنفرنس ته خطاب كښې ده ووئيل سعودی عربستان د سوكالۍ سفر كښې د پاكستان شراكت دار دے۔ عبدالرزاق داؤد ووئيل د سعودي سرمايه كارو لخوا د كانونو او معدنياتو په څانګو كښې سرمايه كاري ډېره مهمه ده۔ ده ووئيل سعودي عربستان سره زمونږ اړيكې په بېلو جهتونو او بېلو كچو مخ په وړاندې روانې دي۔ د پاكستان په بېلو څانګو كښې د سعودي عربستان لخوا په لويه كچه د سرمايه كارۍ اعلان سره به زمونږ معيشت كښې ښه والې رامخې ته شي۔ ده ووئيل د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د پاكستان اوسنۍ دورې په موقع په اولني پړاؤ كښې د آئل ریفائننګ او پیټروکیمیکل په شمول بېلو څانګو كښې د 20 اربه ډالرو نه د زياتې سرمايه كارۍ لپاره لوظنامې او د مفاهمت يادښتونه لاس ليك شوي دي چې ورسره به پاكستان كښې د سرمايه كارۍ په لړ كښې د نړيوالو سرمايه كارو باور زيات شي او پاكستان كښې نېغ په نېغه روانه غېر ملكي سرمايه كاري به زياته شي۔ د سعودي عربستان د تجارت وزير ماجد الكسابي په دې مهال خپل خطاب كښې ووئيل د پاکستان او سعودی عربستان اړيكې يو نوي امثبت اړخ پلو مخ په وړاندې روانې دي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځھ د اقتصادي مرستې ودې سره به د معاشي پرمختګ هدفونو ترلاسه كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ پاک سعودی عرب بزنس کنفرنس ته د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن / دوهم وزير هارون شریف هم خطاب وكړو۔ ده د سعودي عربستان تجارتي پلاوي پاكستان ته د راتګ هركلي كولو سره پلاوې د هېواد د معيشت بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه خبر كړو۔ كنفرنس كښې ګډون كوؤنكو سعودي سرمايه كارو د توان ٬ كركيلې او سېلګرۍ په شمول د قومي معيشت په بېلو څانګو كښې سرمايه كارۍ كولو كښې خوښي ښكاره كړه
متعلقہ مضامین
-
Food Authority seizes over 4,000 litres of fake beverages in Peshawar
-
CS directs to ensure price control of food items in Ramazan
-
March 23 – the day to renew commitment to principles of justice, equity: PM
-
OPC VC extends greetings to nation on Pakistan Day
-
Opposition hatching conspiracies against government: Gill
-
People to decide between righteous-wickedness: Gill
-
Greater global cooperation urged on 6G
-
DGPR gets award from President for presenting Punjab float
-
Minister hints at early elections in country
-
Article 63A: SC adjourns hearing till Monday
-
DC reviews Ramazan bazaars preparations
-
Over 50k liters of counter feit beverages seized