اسلام آباد 14 فروری (اے پی پی) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او اصلاحات وفاقی وزیر مخدوم خسرو بختیار وئيلي دي ) سی پیك د بیلټ اینډ روډ پلان مهمه پروژه ده ، سی پیك د سیاسی او سيمه ايز سوچ لرونكې منصوبه ده، د دې پروژې په سوب پاکستان د توان په كمي قابو موندلو كښې بريالې شوې ،د سی پیك 8مې شريكې مرستې کمېټۍ كښې د 2019ء صنعتی كال ګرځولو پريكړه شوې ده ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده فرینډز آف سلك روډ دستورې ته خپل خطاب کښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل د برېښنا پروژو په سوب پاکستان كښې سرمایه کاری ممکنه شوې، د سی پیك 8مې شريكې مرستې کمېټۍ كښې د 2019ء صنعتی كال ګرځولو پريكړه شوې، وزیراعظم د چين دورې په مهال د زرعی مرستې لوظنامه كړې۔ د دغې دورې په مهال سماجی او معاشی څانګې ته پرمختګ وركولو او د غريبۍ ختمولو له لوظنامې شوې دي ۔ ده ووئيل سی پیك ته پراختيا وركولو سره دا د يوې داسې راهدارۍ جوړولو هڅه كېږي كومه چې زياتې دروازې لري، سی پیك بزنس فورم به جوړولې شي دغسې چې سوداګرو سره رابطو له وده وركړې شي۔ ده ووئيل سماجی څانګه كښې د چین پوهان به د روانې مياشت په آخر كښې پاکستان ته راشي دغسې چې په دې لړ كښې مرسته زياته كړې شي۔ وفاقې وزير ووئيل حکومت د سی پیك ترمخه صنعتی مرستې ته پام لرنه كوي،راروانو 6 اوونو كښې به د رشکئی اقتصادی زون د بنیاد تيګه كېښودلې شي، د سی پیك صنعتی مرستې په سوب به په تجارتی خسارہ قابو موندلو له مرسته تر لاسه شي۔ ده ووئيل حکومت سرمایه کارۍ لپاره هر ممكن اقدامات کوي، د چین حکومت دې د خپلو کمپنیو پاکستان ته منتقل كولو ډاډګيرنه وكړي، حکومت د ګوادر پرمختګ ته پام لرنه كوي، ګوادر سټی ماسټر پلان له به په راروانو 6 اوونو كښې حتمی شکل وركړې شي۔وفاقې وزير ووئيل كركيله د پاکستان د جی ډی پی مهمه برخه ده، په دې څانګه كښې د پرمختګ زياتې موقعې شته،
متعلقہ مضامین
-
Pakistan, Nigeria agree to promote defence cooperation
-
Mrs Nuzhat Kamran passes away after brief illness
-
Day-long sports gala held for special persons in Gilgit
-
ECP fines PM Khan Rs50,000 for breaking poll code during Dir rally
-
Practical measures being taken to improve services delivery across division: Commissioner Multan
-
Those hindering national development to get nothing, says Buzdar
-
Accidental short circuit fire controlled at Sialkot Garrison: ISPR
-
OIC moot: Egyptian foreign minister arrives in Islamabad
-
CPNE slams PM for baseless allegations against media
-
APHC hopes OIC moot to become voice of Kashmir, Palestine
-
First BMW iX electric vehicle delivered in Pakistan
-
PTI’s rally venue shifted to Parade Ground: Faisal