اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان سپارښتنه كړې چې د پټروليم وزارت د ګاز غلا كمولو پحقله دې بشپړه منصوبه وړاندې كړي٬ د تجديد وړ توان په اړه پاليسۍ له دې د جنورۍ تر آخره حتمي شكل وركړې شي٬ د توان رسنې په لړ كښې د تعطل نه بچ كېدو لپاره د طلب او رسد پحقله په وخت او سمې اندازې لګول پكار دي ٬ د توان پحقله د كابينه كمېټۍ غونډه د شورو په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې وشوه ٬ په غونډه كښې د توان طلب او رسد د وضعې٬ راتلونكو شپږو مياشتو لپاره د پټروليم او توان ډويژن منصوبو٬ د موجوده توان مكس٬ د ځائي او درآمد شوې ګاز ترلاسه كولو ٬ وركړې او د توان څانګې پحقله په بېلا بېلو پروژو تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ غونده كښې د ژمي په مهال د سوئي نادرن ګاز پائپ لائن او سوئي سدرن ګاز كمپنۍ د منجېمنټ په منصوبو بريفنګ وركړې شو۔ غونډې ته ووئيل شول ناڅاپه د تودهې درجه كمېدو او د ګاز طلب زياتېدو باوجود كورنو٬ كمرشل او زيرو رېټډ صنعتونو ته په اوسني موسم كښې د ګاز وركړه باوري كړې شوې۔ سی اېن جی او عامو صنعتونو ته د كېپټو پاور پلانټس لپاره د ګاز لوډشېډنګ كښې كمي لپاره اقدامات روان دې ۔ وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې د ریفائنریز مشاورت سره د موجوده آسانيو پحقله او د سرپلس فرنس آئل برآمد لپاره په كوټلې پروژه كار وكړئ۔ غونډه كښې دا هم پرېكړه وشوه چې د اي سي سي په راتونكې غونډه كښې د يوريا سرې شته والي او د نرخونو په اړه به بريفنګ وركولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Arch-rivals of politics joining hands to protect looted money: Farrukh
-
GCU Syndicate members ask governor to convene meeting
-
Security forces gun down 12 terrorists in Balochistan, KP
-
Kamyab Jawan Talent Hunt Youth Wrestling League from March 7 in KP
-
Every Pakistani wants justice as dispensed in Noor Mukadam case: Fawad
-
Gifting plants a new thing in twin-cities
-
Seven terrorists killed in KP, Balochistan operations
-
Ukraine situation: PIA chief discusses options to evacuate Pakistani students
-
Pakistan records 14 coronvirus deaths, 1,207 new infections in a day
-
Aunt kills nephew over enmity
-
Archbishop Canterbury arrives on three-day visit
-
59 corona patients under treatment in Peshawar hospitals