چترال 13 دسمبر (اے پي پي) د چترال په ښكلې دره كېلاش كښې د كېلاش قبيلې كلن مذهبي تهوار چهومس په ښه ډول روان دے٬ په تهوار كښې ښځې او سړي مذهبي سندرې وئيلو سره د روايتي رقص د لارې د خوشحالې څرګندونه كوي۔ په كېلاش كښې واوره هم ورېدلې خو سره د سخت ساړه د كېلاش د خلقو په جذبو د موسم كوم آغېز نه دې شوے۔ د كېلاش ځوانان د طبلې په ځائ جېري كېن غږولو سره خپل شوق پوره كوي۔ د تهوار په موقع ځينې د زيات عمر ښځې د شپې په وخت اور بلولو سره په غاړه ودرېږي ٬ مذهبي سندرې وائي او دعاګانې كوي۔ يوې كېلاشې مېرمنې زمونږ نمائنده ته ووئيل چې هغه به درې ورځې پس خاص ځايونو ته ځي٬ هلته د سړو او ښځو خپل خپل ځايونه وي او دوي هلته درې ورځې پاتې كېږي۔ شبېر احمد خان څوك چې د كېلاش قبيلې مذهبي قاضي دے٬ وائي چې د كېلاش خلق چهومس تهوار زياتره د شپې په وخت لمانځي خو مونږ د شپې په وخت خپلو عبادت ځايونو ته په تللو كښې د سختو لارو نه تېرېدو سره سخت تكليف سره مخ كېږو ځكه چې دلته رڼا نه وي۔ ده ووئيل چې حكومت اعلان هم كړے و چې دوي لپاره به د رڼا بندوبست وكړي خو تر اوسه دا بندوبست ونه شو۔ ده غوښتنه وكړه چې دوي لپاره دې د رڼا بندوبست وكړے شي٬ لارې كوڅې دې پخې كړې دي۔ د يادونې وړ ده چې د چهومس تهوار به د روانې مياشتې تر 22مه نېټه روان وي
متعلقہ مضامین
-
Two gangsters held, valuables and weapons recovered
-
Maulana Tariq Jameel calls on CM KP
-
PM launches portal to address scholarships complaints, ensure meritocracy
-
PTI appoints Dr Shahbaz Gill as party’s youth affairs’ focal person
-
Commissioner chairs meeting; reviews price control, development scheme
-
PM, UNICEF Executive Dir. discuss Afghan humanitarian situation
-
Punjab IGP directs action against organized criminal gangs
-
First stage of Khyber National Cycle Race completes
-
SHC orders action against policemen facilitating gutka mafia
-
Promotion of mother tongue need of the time: Buzdar
-
Traditional food outlet to be reopen soon
-
Excise police seize 10 kg heroin