اسلام آباد ۔ 13 دسمبر (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د پاکستان او اطاليا ترمينځه د تعليم ٬ تجارت او اولس په كچه دوه اړخيزه مرستې ته لا وده وركولو ته اړتيا ده۔ دا خبره ده خارجه چارو لپاره اطالوي عمومي سېكترې الزابيتا بالوني سره خبرو كښې وكړه كومې چې د زيارت په ورځ د خارجه چارو وزارت كښې ده سره ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر وياند ترمخه د ملاقات په مهال د دوه اړخيزه اړيكو په شمول په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې مهال دواړو لارښودو د شريكو اړيكو په موجوده نوعيت د اطمينان څرګندونه وكړه۔ خارجه وزير ووئيل د پاكستان او اطاليا ترمينځھ سياسي ٬ اقتصادي ٬ تجارتي ٬ تهذيبي او دفاعي څانګو كښې پخوانۍ دوه اړخيزه مرسته د ستائنې وړ ده۔ده اطالوي سېكتره د موجوده حكومت له ترجيحاتو او اولسي اصلاحاتي ايجنډې خبر كړه۔ خارجه وزير د پاکستان او اطاليا ترمينځه د تعليم ٬ تجارت او اولس په كچه د دوه اړخيزه مرستې زياتولو په حاجت زور راوړو۔ د وياند ترمخه اطالوي سېكترې د شريكې خوښې په څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې ودې په لړ كښې د خپل حكومت لخوا د زړه پورې مرستې باور وركړو
متعلقہ مضامین
-
Police arrests 10 more suspects in Khanewal lynching case
-
Mother Languages Literature Festival: 10 prominent legends to be awarded
-
15 million in need of refractive and optical services
-
Sarwar addresses pressing demands of university students
-
PSL 7 matches’ security reviewed
-
NSA expresses pleasure over hosting Bill Gates, delegation at AICC
-
CM to visit Dubai
-
CM’s aide annoyed over delay in development projects
-
HBL PSL 7: schedule for today, Feb 18
-
Sehat Card – mitigating suffering of downtrodden
-
Shehbaz using ‘unfair tactics’ to put off his indictment: Farrukh
-
Steps underway for restoration of Karachi’s old culture: Wahab