اسلام آباد 12 اکتوبر (اے پي پي) د وزیر اعظم عمران خان په مشرۍ كښې د اووسيز پاكستانيانو او بشري وسائلو د پرمختګ وزارت د بريفنګ په تناظر كښې د جمعې په ورځ په وزيراعظم آفس كښې غونډه وشوه چې مقصد ئې بهر هېواد كښې مېسته پاكستانيانو او خواري كښو ته هر ډول ممكنه آسانۍ وركول دي ۔ په غونډه كښې د وزیراعظم اووسيز پاكستانيانو لپاره خاص مرستيال سید ذوالفقار بخاري، ميډيا لپاره د وزیراعظم خاص مرستيال افتخار دراني، د وزیراعظم سېكتر٬ د خزانې سېکتر، د او پي اېف او بشري وسائلو د پرمختګ سېكترانو ٬ د اېف بي آر چيئرمېن ٬ د نادرا چيئرمېن ٬ د مركزي بانك ٬ د اېف آئي اے او سول اېوي اېشن اتهارټۍ لوړ پورو ګډون وكړو۔ وزیراعظم په دې موقع ووئيل چې د پي ټي آئي حكومت ترسيلات زر رالېږلو او پاكستان كښې د دوي د قانوني جائېدادونو قبضې په ځائ د ساتلو معاملې پشمول بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو مسئلې حل كولو لپاره بشپړه هڅې كوي۔ وزیراعظم ووئيل چې حكومت د دوي مسئلې په تندۍ سره حل كولو لپاره كار كوي ۔ ده ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان د هېواد اثاثه دي او په تر سيلات زر رالېږلو سره د هېواد مالي صورتحال ښه كولو كښې غوره كردار لوبولې شي۔ وزیراعظم ټولو اړوند څانګو ته امر وكړٶ چې ھغوي د قانوني چېنلز د لارې ترسيلات زر رالېږلو آسانولو لپاره په سمدستي توګه طريقه كار وضع كړي۔ وزیراعظم د خزانې وزارت ، اېف بي آر ٬ مركزي بانك او نادرا ته په ګډه د اي سلوشن د لارې ترسېلات زر رالېږلو په لاره كښې رامخې شوې خنډان لرې كولو لپاره د عمل جوګه منصوبه جوړولو سره د وړاندې كولو امر وكړو۔ غونده كښې بهر هېواد كښې د مېشته پاكستانيانو په جائېداد د قبضې پحقله د سول او په ديواني مقدمو كښې د قانوني اصلاحاتو كولو هم پرېكړه وشوه او دې مقدمو لپاره د خاص عدالتونو په جوړولو هم خبرې اترې شوې۔ وزیراعظم ووئيل د خواري كښو تعلق كم آمدنه طبقې سره دې چې د بې وسۍ په سوب د هېواد نه بهر تللې دي او په بهر سخت صورتحال كښې ژوند كوي٬ دې لپاره ھغوي ته او پاكستان كښې مېشته د ھغوي كورنۍ ته ټولې ضروري آسانۍ او مراعات وركول د حكومت ذمه واري ده ۔ غونډه كښې په ترسيلات زر ټېكس څخه د استثنٰې پشمول په بېلا بېلو مراعاتو او د سماجي خېر ښګړې په يو شمېر ه سكيمونو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ وزیراعظم ووئيل بهر هېواد كښې د مېشته پاكستانيانو په جائيدادونو د قبضې كوٶنكو او د غېر قانوني تجاوزاتو كوٶنكو په ضد به سخته كاروائي كولې شي او په دې لړ كښې به صوبائي حكومتونو او قانون نفاذ كوٶنكو ادارو ته هدايت نامه جاري كولې شي۔ غونده كښې په سمدستي توګه عملدرآمد لپاره دا پرېكړه وشوه چې بهر مېشته پاكستانيانو او د خواري كښو رېكارډ سمولو لپاره دې او پي اېف او د بشري وسائلو وزارت ادارو او د نادرا ترمېنځه رابطه جوړه كړې شي۔ بهر مېشته خواري كښو لپاره د بائيو مېټرك چارجز د يو وېري فيكېشن په سر د 45 روپو نه لس روپۍ كړې شوې دې۔ غونډه كښې ووئيل شول چې بهر هېواد كښې د كار كوٶنكو پاكستانيانو شجره نسب به او پي اېف او د بشري وسائلو د پرمختګ وزارت ته هم وركولې شي دغسې چې د دوي د كورنۍ هم د صحت ٬ تعليم ٬ استوګنې او د خېر ښګړې اقداماتو څخه ګټه پورته كړې شي
متعلقہ مضامین
-
10 Pakistani Students Qualify for International Round of Bulgarian Creative Writing Competition 2021-22
-
Chiniot mines case: court seeks arguments on acquittal pleas of accused
-
Pakistan values relations with Morocco: COAS
-
Seven law breakers arrested
-
HUJ protest over murder of crime reporter Hasnain Shah
-
False Banana; wonder-crop in face of food security
-
Opposition digs its heels in on March 23 long march
-
More than 30 Panamanians to be tried over Panama Papers scandal
-
Murree tragedy inquiry puts cart before horse?
-
Teenage girl allegedly raped by a police cop in Karachi
-
Covid positivity rate in Pakistan still above 10%
-
Religious harmony promoted by Ulema Board: Ashrafi