فېصل آباد۔11 مئی(اے پی پی ) د روژې مبارکې1439ھ مياشت ليدلو لباره د رويت هلال كمېټۍ غونډه د مئي په 16 مه نېټه د شورؤ په ورځ په 29 شعبان المعظم ماښام رابللې شوې۔ د مذهبي چارو وزارت ذريعو وئيلي دې د مركزي رويت هلال كمېتۍ غونډه به د مركزي چيئرمېن مفتي منيب الرحمن په مشرۍ كښې كراچۍ كښې كېږي۔ د زونل رویت هلال کمیټیو غونډې به په ټاكلو ځايونو كښې د ماښام لمونځ څخه وروستو كېږي۔ د هېواد د فلكياتو او علم الاعداد پوهه قمر شناس پروفیسر محمد حمزہ چې د پوسټ ګرېجوېټ كالج جھنګ پرنسپل هم دے پېشګوئي كړې چې د رمضان المبارك مياشت به د شورؤ په ورځ د مئي په 16 مه نېټه ماښام ښكاري۔ او اولنۍ روژه به د زيارت په ورځ د مئي په 17 مه نېټه وي۔ ده ووئيل نوې مياشت به په 15 مئي د نهې په ورځ راپېدا كېږي ولې نمر څخه د وړاندې پرېوتو په سوب به دا په دغه ورځ نه ليدلې كېږي۔ او هم دغسې سعودي او عرب امارات كښې به هم دا د نمر څخه وړاندې يا د نمر سره سمه پرېوزي نو ځكه دغلته هم د نهې په ورځ د ښكارېدو امكان كم دے ۔ ده ووئيل اولنۍ روژه به د مئي په 17 مه نېټه د زيارت په ورځ وي۔ ده ووئيل دا ځل به د روژې مياشت د 30 ورځو وي په دې كښې به 5 جمعې وي۔ ده ووئيل د شوال مياشت به په 15 جون 30م رمضان المبارك د جمعې په ماښام تر نظره كېږي او په 16 جون د خالي په ورځ به وړوكې اختر وي
متعلقہ مضامین
-
Govt notifies amended rules for social media
-
Matsuda hails PJLF for Urdu translation of Japanese novel
-
Grant Bradburn resigns as Pakistan’s head of High Performance Coaching
-
Pakistan slams India’s threat of ‘surgical strikes’
-
Punjab relaxes lockdown restrictions in 36 districts
-
YDA Bhakkar demands ICU on emergency basis
-
Peace in Afghanistan vital for prosperity of whole region: speaker
-
KP CM terms forests’ protection vital to address climate change
-
Eco-changes Severely impacts on agricultural sector: Fakhar Imam
-
ITP to depute 480 policemen for Eid Milad processions
-
Zameen.com holds property sales event in Islamabad
-
COVID-19 claims 12 deaths, 554 new cases in a day