اسلام آباد 18 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي ځوانان د هېواد قېمتي پانګې دي ٬ نوې كل د تاريخ په هر موړ كښې د قامونو د هيلې او خوبونه رښتيا كولو لپاره مركزي كردار لوبوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خاص مېلمه په توګه د اقراء پوهنتون د سندونو وېش دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل پاكستان كښې د ځوانانو شرح زياته ده او دوي په سمه لار اچولو ته اړتيا ده او دې مقصد لپاره به مونږ له د تعليم معيار ښه كول وي او په خاص توګه لوړې زده كړې كوم چې د هېواد په پرمكتګ كښې مهم كردار لري٬ به ښه كول وي۔ د سېنېټ چیئرمېن ووئيل لوړې زده كړې د رياستۍ سرپرستۍ نه غېر نشي ښه كېدې او ځوان كل د دې نه غېر اختيار مند نه شي جوړېدې۔ ده د د سېنېټ د اوسنيو اقداماتو نه خبرولو سره ووئيل سېنېټ د نوي كل ډاډګيرنې لپاره مهم كردار لوبولې او په يو شمېر پوهنتونونو كښې د انټرن شپ موقع وركولو لپاره د شريك لوظنامو په يادښتونو لاسليك هم شوې۔۔ ده د اقراء پوهنتون د انتظاميي د هلو ځلو ستائنه كولو سره ووئيل د لوړو زده كړو په لړ كښې ياد شوي پوهنتون تل مخلص هڅې كړې دي۔ په دې موقع ده د اقراء پوهنتون انتظاميې ته په ګوادر كښې د كېمپس جوړولو تجويز هم وركړو او كامياب زده كوونكو لپاره ئې د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه ۔ په دستوره كښې سناتور فدا محمد خان هم موجود وو
متعلقہ مضامین
-
NAB to ramp up anti-corruption efforts: chairman
-
Hiring of 5,000 cops for Hazara division to be started soon
-
Dengue spreads its tentacles across Punjab, KP
-
US proposed bill an attempt to ‘pass the buck’: FM
-
PM Khan believes in empowering youth, says Zartaj
-
PM for exploiting potential of salt, pharmaceutical sectors
-
Alarming rise of dengue cases in Islamabad
-
Worked hard to improve global image of PCB and country: Wasim Khan
-
CPNE cautions govt against removing papers from media list
-
Govt fully focusing on agriculture sector: Minister
-
Truth behind ‘fake news’ about offshore firms of Maryam’s son
-
NAB gets a month to decide on assets inquiry against Manzoor Wassan