اسلام آباد 12 اپرېل (اے پي پي) په اقتصادي رابطه كمېټۍ كښې د سوئي سدرن د آر اېل اېن جيII- پائپ لائن منصوبې څخه د اېل اېن جي ايئر مكس منصوبو لپاره د 14.8 اربه روپۍ فنډ بيا د سره د بېلولو د تجويز منظوري وركولو او كمپنۍ ته په هره ضلع كښې اېئر مكس جوړولو ته د پراختيا وركولو امر شوے۔ د اقتصادي رابطه كمېټۍ غونډه د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ په وزيراعظم افس كښې وشوه۔ اقتصادي رابطه كمېټۍ د 14.8 اربه روپو د رقم اېل اېن جي II- پائپ لائن منصوبې څخه اېل پي جي ايئر مكس منصوبو لپاره بيا د سره بېلولو لپاره سوئي سدرن ګاز كمپنۍ لمېټډ ته د اجازې وركولو د تجويز منظوري وركړه دغسې چې دا منصوبې په تندۍ سره ترسره كړې شي او كورنيو ٬ صنعتي او نورو مصرف كوٶنكو ته د تعطل نه غېر د ګاز وركړه باوري كړې شي۔ اي سي سي سوئي سدرن ګاز كمپنۍ ته په هره ضلع كښې د ايئر مكس پلانټس جوړولو ته د پراختيا وركولو امر وكړو۔ اقتصادي رابطه كمېټۍ کاندرہ ډویلپمنټ اېنډ پروډکشن لیز كښې د څلور كلونو پراختيا وركولو د تجويز هم منظوري وركړې۔ دا پرېكړه بېلا بېل خنډان په نظر كښې ساتلو سره شوې ده كومې چې د كاندره ګاز فيلډ څخه ترلاسه كړې شوې د پانګو پېداوار او مېسرز پاكستان اېكسپلورېشن پرائيويټ لمېټډ ذيلي اداره مېسرز كاندره پاور كمپنۍ لېمټډ لخوا د 120 مېګاٶاټ پاور پلانټ د جوړولو په لاره كښې رامخې ته شوې دي۔ اقتصادي رابطه كمېټۍ صنعتي څانګو له د برېښنا سبسډي معامله او د صنعتي سبسډي پېكج كلېمز د وركولو په معامله هم غور وكړو او د پېكج آثراتو او پائيدارۍ جاج اخستو لپاره د كمېټۍ جوړولو پرېكړه وشوه۔ د صنعت او پېداور وزارت لخوا پاكستان مشين ټول فېكټري ته د دوي د ريټاېرډ ملازماتو واجباتو وركولو لپاره په يو وخت د ګرانټ د منظورۍ په درخواست هم غور وشو۔ اقتصادي رابطه كمېټۍ د وړمبي ټوك (قسط) په توګه د 30 كروړه روپو د ګرانټ منظوري وركړه۔(م ع/ګ ل/1907)
متعلقہ مضامین
-
Covid-19 cases again ‘going up’ in Pakistan
-
Hamza has 30 days to provide money trail
-
Indian Ocean region witnessing geopolitical changes; adds to responsibilities of Pakistan Navy: Naval Chief
-
LHC orders Punjab govt to conduct free burial in cemeteries
-
Nigeria expresses complete satisfaction on JF-17 performance
-
Fawad reacts to Marriyum Aurangzeb’s zipline video
-
Sindh not in a position to house Afghan refugees: Ismail Rahoo
-
Asad Umar asks opposition not to stage rallies during COVID-19
-
Since July 5, 1977
-
Nation praised PM Khan’s struggle for Kashmir cause: Federal Ministers
-
NEPRAs decision to raise power tariff by Rs2.97 per unit condemnable: Shazia Marri
-
Pakistan ranked third in Economist’s global normalcy index