اسلام آباد 09 اپریل (اے پی پی) سېنېټ مقبوضه کشمیر كښې په بې ګناہ کشمیریانو د هندي ظلم او ریاستی جبر په ضد قرارداد په اتفاق سره منظور كړې۔ د ګل په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د مخالفې ډلې مشرې سناتورې شیری رحمان قرارداد وړاندې كړو۔ قرارداد كښې وئيلې شوې دا ایوان مقبوضه کشمیر كښې د هندي ریاستی جبر غندنه كوي چې په نتيجه كښې ئې د هندي عسكرو او پوليس د لاسه ګڼ كسان مړھ او ژوبل شوې۔ دا ایوان د شهیدو شوو كسانو كورنيو سره غمرازي كوي او د کشمیريانو سره د يووالې څركندونه كوي دغسې ايوان د ریاستی ترهه ګرۍ په ضد د كشميريانو د آزادۍ لپاره هلو ځلو او خپلواكۍ له د يووالې څرګندونه كوي۔ قرارداد كښې وئيلي شوي د څو لسيزو راهسې د کشمیر اولس د هندي عسكرو د ریاستی جبر سره مخ دے او په دې مهال ګڼ كشميريان شهيدان شوې دغسې ځينې ژوبل شوې هم دي او وګړي په ذهنی توګه معذور کړې شوې ۔ قرارداد كښې وئيلې شوي په مقبوضه کشمیر كښې د طاقت بې دریغه استعمال د بنیادی بشري حقونو خلاف ورزی ده۔هند خبرو اترو ته كېښنولو او د کشمیر مسئلې امناكه حل لټولو له فشار اچولو سره تاؤ ترېښوالې ختميدې شي۔ ایوان کشمیریانو له باور وركوي چې پاکستان به هر ډول اخلاقی، سیاسی او سفارتی مرسته روانه ساتي۔ دا ايوان پھ اسلامی نړۍ ، او آئی سی، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو په تنظیمونو او نورو ادارو زور راوړي چې هند د اړخه د ملګرو ملتونو د چارټر او د ملګرو ملتونو د قراردادونو د خلاف ورزیو غندنه وكړي او حکومت ته سفارش کوي چې په ټول نړيوال فورمز د کشمیر مسئله پورته كولو له يو خاص استازې غوره كړي۔ ایوان په حکومت زور راوړي چې د کشمیر مسئلې لپاره د ملګرو ملتونو د اړخه خاص استازې غوره كولو له هم ټول ضروری اقدامات وكړي۔
متعلقہ مضامین
-
Jinnah’s statue detroyed by BLF in Gwadar
-
Air University signs MoU on World Tourism Day
-
ECP and govt coming closer: Sh Rashid
-
Managing Director OGDCL tenders resignation
-
China built more than 1 million 5G base stations
-
‘Over 80pc premature deaths can be avoided through healthy lifestyle’
-
5 killed, 15 injured after van falls into drain in GB
-
India’s propaganda a tactic to cover up heinous acts in IOJK: FO
-
Security forces kill 10 militants in South Waziristan
-
Noor murder case: IHC rejects bail pleas of Zahir Jaffer’s parents
-
1173 cases of dengue hemorrhagic fever reported in KP this season
-
Lady doctor shot dead by robbers in DHA Lahore