اسلام آباد 30 اپرېل(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د قطر سفير علي مبارك علي عيسی الخاطر د نهې په ورځ ملاقات كړے چې پكښې په پاك-قطر اړيكو د اطمينان څرګندونه او دا لا مستحكمولو له د عزم پخلے وشوو۔په دې موقع د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل پاكستان-قطر سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔د پاكستان او قطر ترمينځه د ورورولۍ اړيكې د مذهب٬كلتور٬تاريخ او شريك باور او احترام په قوي بنيادونو اډانه دي۔ده ووئيل دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو لپاره پارليماني سفارتكارۍ مهم كردار ادا كولې شي٬د دواړو وروڼو هېوادونو ترمينځه د پارليماني پلاوي تبادلو او پارليماني فرينډ شپ ډلو ترمينځه روابط څخه به همغږۍ ته وده ترلاسه شي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر د قطر مجلس شوری سپيكر حسن بن عبدالله الغنيم ته د پارليماني پلاوي سره د پاكستان دورې بلنه هم وركړه۔سپيكر ووئيل د قطر لخوا د پاكستان معاشي او اقتصادي پرمختګ لپاره مرسته د ستائنې وړ ده۔پاكستان كښې بهرني سرمايه كارۍ بلها موقعې شته كومو څخه چې د قطر سرمايه كار مستفيد كېدې شي۔ دغسې قطري سفير د قامي اسمبلۍ سپيكر د قطر اولس او حكومت لپاره په نيكو هيلو مننه وكړه او وې وئېل قطر پاكستان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔د قطر اولس او حكومت پرمختګ كړے پاكستان ليدل غواړي
متعلقہ مضامین
-
قامونه په قانون عمل او د مېرټ باوري كولو په حكمرانۍ كښې پرمختګ كوي
-
د راتلونكو نسلونو سباٶن لپاره بايد مونږ 10 بېليونه ټري سونامي كمپائن كاميابولو لپاره هر ممكنه هڅې وكړو۔ د وزیراعظم عمران خان ټویټ
-
حكومت د ټېن بلين ټري سونامي پروګرام پېل كړے چې په ماحوليات به ئې مثبت آغېز اوشي۔ مخدوم خسرو بختيار
-
د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني خارجه سېكتر سهېل محمود سره ملاقات كښې خبرې
-
د وزيراعظم د خزانې صلاحكار ډاکټرعبدالحفيظ شېخ سره د دبئۍ نېشنل بانك پلاوي وليدل
-
وزیراعظم عمران خان د اطلاعات او خپرونو د خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان تپوس پوښتنه وكړه
-
ډاکټر فردوس عاشق اعوان صادق آباد كښې د ټرېن په پېښه د غم دړد څرګندونه وكړه
-
د شاہ محمود قریشی په مشرۍ كښې د خارجه چارو مشاورتی كونسل غونډه
-
وزيراعظم عمران خان د بانكونو د لارې په 9.7 فيصده زياتو ترسيلاتو رالېږلو د سمندر پورې پاكستانيانو مننه وكړه
-
د سندھ اولس د تيارو او د كرپشن راج په ضد راپاسېدلې
-
د شاهي كورنۍ د كور وګرو په نامه جائيدادونه ضبط كېدل د قامې مال واپس كولو خوب په حقيقت بدلېدل دي
-
حکومت د پي آئي اے بحالۍ لپاره سنجيده دے٬ انتظاميې سره بشپړه مرسته كوو ۔د غلام سرور خان