اسلام آباد23اپرېل(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د معياري تعليم ودې ته زمونږ حكومت وړومبې بام لرنه كوي ٬زمونږ بشپړه هڅه ده چې كوم هم ماشوم د سكول نه بهر پاتې نه شي٬په دې اړه وفاقي حكومت صوبائي حكومتونو سره په ګډه كار كوي٬د پاكستان او برتانيې اړيكې په څو لسيزو محيط دي كومو كښې چې د وخت سره سره لا ښه والې راځي٬مونږ برتانيې سره د تجارت او تعليم په څانګو كښې د مرستې زياتولو خوښي لرو۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د برتانيې نوموړو پوهنتونونو استازو پلاوي د نهې په ورځ په اسلام آباد كښې ملاقات كولو۔د پلاوي مشري د برتانيې انټرنېشنل ايجوكېشن چيمپئن سر اسټیو اسمتھ كوي۔په ملاقات كښې د تعليم وفاقي وزير خالد مقبول صديقي٬د قامي اسمبلۍ غړې رومينه خورشيد عالم٬د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي٬په پاكستان كښې د برټش كونسل كنټري ډائرېكټر جيمز هیمپسن٬د لووړ زده كړو كمېشن چيئرمېن او اړوند اعلٰی سركاري افسران هم موجود وو۔وزيراعظم پلاوي ته په پاكستان كښې هركلے اووې۔پلاوي سره په خبرو كښې وزيراعظم ووئيل د معياري تعليم ودې ته زمونږ حكومت وړومبې پام لرنه كوي٬زمونږ بشپړه هڅه ده چې كوم هم ماشوم د سكول نه بهر پاتې نه شي٬په دې اړه وفاقي حكومت صوبائي حكومتونو سره په ګډه كار كوي۔وزيراعظم ووئيل مونږ په صوبه كښې د لوړو زده كړو اينډومينټ فنډ جوړ كړے ؤ ٬دا ډول اقدامات به وفاق كښې هم كوو۔ده ووئيل د تعليم څانګې پرمختګ لپاره حكومت بېړني اقدامات كوي۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان او برتانيې اړيكې په څو لسيزو محيط دي كومو كښې چې وخت سره سره لا ښه والې راځي۔وزيراعظم په پاكستان كښې د تعليم په څانګه كښې د برتانيې مرسته ستائېلو سره ووئېل مونږ برتانيې سره د تجارت او تعليم په څانګو كښې د مرستې زياتولو خوښي لرو۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان او برتانيې پوهنتونونو ترمينځه ټېكنالوجۍ او د تحقيق په څانګو كښې اشتراك پكار دے۔ده ووئيل برتانيه د پاكستان استاذانو تربيت او د كار استعداد كښې اضافې په اړه مرستياله ثابتېدې شي۔ده ووئيل پاكستان د برتانيې ايجوكېشن سېكټر د استعداد څخه ګټه پورته كولې شي۔دغسې د پلاوي لخوا وزيراعظم خبر كړے شو چې ايجوكېشن ګيټ وے د پاكستان دائره كار لا پراخه كوي كومې څخه چې په دواړو هېوادونو كښې د تعليم په څانكه كښې مرسته زياتولو له به مرسته ترلاسه شي۔دغسې پلاوي په پاكستان كښې په ښه كوربتوب د وزيراعظم او حكومتي ادارو مننه وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
PSP’s Kamal rejects NA-240 by-poll result
-
IHC sets aside own ruling in PTI prohibited funding case
-
AJK PM asks revenue authorities to make tax system business-friendly
-
Noor Alam criticizes Imran for signing unfair deal with IMF
-
Vegetable Exporters suggest for deal with Russia to swap surplus potato with wheat
-
Recognising Imran’s hypocritical face, masses have rejected protest call: Marriyum
-
Pakistan faces fresh inflows of Afghan asylum seekers
-
US dollar smashes Pakistan rupee with a historic mark
-
Mazari tenders ‘apology’ over remarks; IHC dismisses case
-
ECP reserves decision in PTI funding case
-
COAS discusses cooperation with Italian defence chief
-
Flash floods and landslides as heavy rains, snowfall lash IIOKJ