اسلام آباد23اپرېل(اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي هېواد ته د رامخې ته شوو چېلنجونو مخ نيوي لپاره به كوټلو هلو ځلو سره موثر تګلاره خپلول وي٬موسمياتي تغيرات ټولې نړۍ لپاره يو لويې چېلنج جوړ شوے٬د سوشل سيفټي نيټ ورك او وسائلو چارې كارولو په اړه حكمت عملي ضروري ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده اسلام آباد كښې بزنس سمټ كښې د خاص مېلمه په توګه وينا كښې وكړه ۔ده ووئيل د يونټي فوډز او نټ شيل ګروپ تر سيوري لاندې بزنس سمټ كښې د مشرانو 7م ايډېشن به يو موثر پليټ فارم ثابت شي۔زه په دې مهم فورم رابللو ستاسو مننه كوم كوم كښې چې د ټولې نړۍ كامياب سوداګر او سرمايه كار او كاروباري خضرات موجود دي۔د سېنټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني ووئېل هيله ده چې د دې سمټ د اوږدې مودې نتيجې رامخې ته شي۔مونږ له به د هېواد معيشت او نورو چېلنجونو مخ نيوي او اقتصادي پرمختګ لپاره موثر حكمت عملي اختيارول وي۔هيله ده چې هېواد د امنيت٬معاشي٬ماحولياتي٬سماجي او په خاص توګه آبادۍ كښې د زياتې اضافې مخ نيوي لپاره د دې پليټ فارم څخه موثر تجاويز ترلاسه شي۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل هېواد ته رامخې ته شوو چېلنجونو مخ نيوي لپاره كوټلو هلو ځلو سره سره به موثر حكمت عملۍ اختيارول وي او په خاص توګه د ترهه ګرۍ په ضد او سيمه ايز استحكام پلو به خاص پام لرنه كول وي۔ده ووئيل د هېواد په معاشي حالات كښې ښه والے٬ګراني ٬بې روزګاري او د غربت خاتمې لپاره به سوداګرې ورورولۍ او كاروباريانو له خپل كردار ادا كول وي۔د حكومت او سوادګرو ترمينځه مرسته او موثر حكمت عملي د معاشي بحالۍ ضامن ده ۔ ده ووئېل د معاشي مسئلو مخ نيوي لپاره سازګار ماحول ضرورت دے۔په هېواد كښې د ترهه ګرۍ پېښو په اړه د سېنېټ چيئرمېن ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې بې شمېره ځاني او مالي قربانۍ وركړي۔د كورني او بهرنۍ امنيتي اندېښنو مخ نيوي لپاره به د عمل وړ پالېسۍ اختيارول وي۔ده ووئيل پاكستان د څو لسيزو څخه د امنيت مسئلو سره مخ دے۔سيد يوسف رضا ګېلاني ټولې نړۍ ته د رامخې ته شوي موسمياتي تغيرات په اړه ووئيل موسمياتي تغيرات د ټولې نړۍ لپاره يو لويې چېلنج ګرځېدلے۔پاكستان هم د سخت ماحولياتي تغيرات څخه ځپليو هېوادونو په فهرست كښې شامل دے۔پاكستان د موسمياتي بدلونونو له امله د ستونزو ښكار دے چې له امله ئې په هېواد كښې سېلاب٬غېر معمولي بارانونه او د حرارت درجه پرله پسې رامخې ته شوې۔۔سيد يوسف رضا ګېلاني د نړيوالو شخړو په اړه ووئېل نړيوالې شخړې د خبرو د لارې حل كول پكار دي او په غزه كښې جنګ بندول د نړۍ تر ټولو مهمه ترجيح پكار ده۔په غزه كښې روان ظلم او بربريت د بشري حقونو د خلاف ورزيو مثال جوړ شو او پاكستان به دا مسئله د نړۍ په هر فورم په موثر انداز پورته كوي۔
متعلقہ مضامین
-
Engro launches Volleyball Development Program
-
CM lays foundation stone of Kundia road in Kohistan
-
New electoral lists to be finalized by August: PEC
-
CII expresses concerns on IHC’s decisions about marriage age
-
Job advertisement circulating on social media fake: Railways
-
PM Shehbaz inquires after Daniyal Aziz, who injured in accident
-
Commission formed to probe Mazari’s arrest
-
ITP expedites action against one-way violators
-
Ombudsman calls for resolving grievances of overseas Pakistan
-
HIV prevalence rate in Pakistan stands at 0.12 per 1,000 population: report
-
Foreign tourists depart on Islamabad to Khunjerab voyage on rickshaws
-
FATF and Pakistan