اسلام آباد 14 فروري (اے پي پي) د جمعيت علمائے اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان وئيلي دي چې جمعيت علمائے اسلام به خپل پارلماني كردار لوبوي٬ پارلمان ته به خپل پارلماني حېثيت سره ځو او خپل غږ به پورته كوٶ٬ مونږ به په اسمبلۍ كښې نمائندګي كوٶ۔ د شورو په ورځ د جمعيت علمائے اسلام د مرکزي مجلس عامله نه وروسته پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې مولانا فضل الرحمان ووئيل مونږ خپل موقف وړاندې كوٶ٬ زما بيان د مرکزي شورٰې بيان دے٬ يو ګوند سره به اتحاد نه كوٶ٬ مونږ تحفظات لرو خو مونږ داسې نه دي وئيلي دي چې مونږ ګني اسمبلۍ پرېږدو، د اسمبليو د انتخابي نتيجو په اړه زمونږ موقف په واضح توګه رامخې ته شوې په دې كښې هېڅ ابهام نشته۔ ده ووئيل مرکزي مجلس عامله د جمعيت علمائے اسلام مرکزي مجلس عمومي ته سفارش كړے دے چې ھغه دې د جمعيت د پارلماني سياست په اړه پرېكړه وكړي٬ په دې لړ كښې به د څلورو واړو صوبو د مجالس عمومي غونډې په مركزي ځايونو كښې رابللے شي دغسې چې د مرکزي مجلس عامه د پرېكړو په اړه صوبې په اعتماد كښې واخستې شي ۔ ده ووئيل مونږ به د فرورۍ په 22مه نيټه په اسلام آباد كښې د عمومي كونسل سره غونډه كوٶ٬ په 25مه فرورۍ به په بلوچستان كښې خپل صوبائي عمومي کونسل سره ناسته كوٶ ٬ د فرورۍ په 27مه نيټه به مونږ په خېبر پښتونخوا كښې ضم شوې ضلعو سره په پېښور كښې بېټهك كوٶ٬ دغسې په 3م مارچ به كراچۍ كښې د سندھ عمومي كونسل سره غونډه كوٶ او په پنځم مارچ به په لاهور كښې د پنجاب عمومي كونسل سره غونډه كېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب مولانا فضل الرحمان ووئيل چې پي ټي آئي سره زمونږ اختلافات د چا نه پټ نه دي خو ايوان خو د ټولو دې٬ تحريك انصاف سره شخصي نه د سوچ اختلاف دے كوم چې به ډېر سر سم شي٬ جمعيت يو نظرياتي قوت دے٬ د هېواد په كورني نظام او نړيوالو م سئلو به د كم مصلحت يا سودا ښكار كېږي نه ٬ مونږ په افغانستان كښې د امارت اسلاميه استحکام او د پاکستان او افغانستان د سوله ايزو اړيكو پحقله كردار لوبولې دے، جمعيت علمائے اسلام د اسرائيل د رياستي ترهګرۍ په ضد د فلسطين د موقف ملاتړ كړې۔ په دې موقع سېنېټر عبدالغفور حېدر٬ اكرم خان دراني او نور هم موجود وو۔
متعلقہ مضامین
-
SC seeks names of cabinet members struck off ECL
-
Climate change casts adverse impacts on mangoes production this year: Sherry
-
ECP resolves 17 complaints out of 22 received in Balochistan LG polls
-
Pakistan, Egypt enjoy cordial ties amid greater confidence: Khawaja
-
No delegates from Pakistan visited Israel: FO
-
Construction resumes on Balochistan’s biggest hydropower project
-
LHC adjourns hearing of petitions for removal of Hamza Shehbaz till June 1
-
Red Cross says two employees killed in Mali attack
-
Pakistan regards Italy as a good friend and reliable partner: Kaira
-
Sheikh Rashid slams govt over hike in oil price
-
Soldier embraces martyrdom in N Waziristan terror attack
-
SAFMA concerned over economic meltdown