اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان او چين د فلسطين او اسرائيل ترمېنځه د جنګ او د تشدد په موجوده زيات شوي شدت د تشويش څرګندونه كولو سره په سمدستي توګه د جنګ بندۍ غوښتنه كړې ده۔ د لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ د چين دورې په پائې كښې شريك بيان له مخې دواړو ډلو د دې خبرې پخلے كړے چې د شخړې نه د وتلو بنيادي لاره “دوه رياستي حل او د فلسطين آزاد رياست جوړولو” سره تړلے دے ۔ په مشترکه بيان كښې مخاصمت بندولو، د وګړو تحفظ او غزه كښې د لا بشري تباهۍ نه بچ كېدو لپاره د هر ډول ممكنه هڅو كولو مطالبه كړې ده۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر څخه د جاري مشتركه بيان له مخې وزيراعظم انوار الحق کاکړ د چين صدر شي جن پنګ په بلنه نړيوالې مرستې لپاره په درېم بېلټ اېنډ روډ فورم كښې ګډون لپاره د 16 نه تر 20م اكتوبر 2023 د چين دوره كړې او په دې مهال دواړو ډلو په شلو لوظنامو او د تفاهم په يادښتونو لاسليك كړے چې پكښې بي آر آئي، بنيادي ډھانچه، کان کني، صنعت، ماحول دوست پرمختګ، صحت، خلائي مرسته، ډيجيټل معيشت، پرمختيائي مرسته او چين ته د زرعي مصنوعات د برآمدات لوظنامې شاملې ده۔ د ګډې بيان له مخې ډلو د فلسطين او اسرائيل ترمېنځه د اړي ګړي او د تشدد په موجوده زيات شوي شدت د تشويش څرګندونه كولو سره په سمدستي توګه د جنګ بندۍ مطالبه كړې ده٬ډلو د دې خبرې پخلے كړے چې د شخړې نه د وتلو بنيادي لاره “دوه رياستي حل او د فلسطين آزاد رياست جوړولو” سره تعلق لري په مشترکه بيان كښې مخاصمت بندولو، د وګړو تحفظ او غزه كښې د نورې انساني تباهۍ نه بچ كېدو لپاره د هر ډول ممكنه هڅو كولو مطالبه شوې ده ٬ نړيوالې ورورولۍ له په سمدستي توګه كار كولو ته اړتيا ده ٬ د فلسطين مسئلې ته پام ګرځولو٬ د فلسطين او اسرائيل ترمېنځه د امن خبرو اترو بحالۍ كښې سهولت وركولو او تل پاتي امن لپاره دې لاره ولټولې شي٬ ډلو د ملګرو ملتنو د چارټر مقاصدو او اصولو او په مشتركه توګه نړيوال نظام په ځاے ساتلو له د عزم پخلے كړے چې پكښې د ملګرو ملتونو محور او په نړيوال قانون آډانه نړيوال نظام او د ملګرو ملتونو د چارټر د مقاصدو او په اصولو آډانه د نړيوالو اړيكو چلول بنيادي اصول شامل دي۔ دوي وئېلې دي مونږ د نړيوالې ورورولۍ د اتحاد او مرستې پلويان يو ، د سرلوړۍ او د طاقت د سياست مخالفت كوي٬ حقيقي ګڼ اړخيزه پاسداري او امن٬ پرمختګ، مساوات، انصاف، جمهوريت او د انسانيت د آزادۍ مشتركه اقدارو ته وده وركوٶ٬ د شريك بيان له مخې ډلو د دې خبرې پخلے كړے چې د دواړو هېوادونو اړيكو كښې شريك باور بنيادي حېثيت لري۔ ډلې دې خبرې ته صلاح شوې چې پاكستان او چين په هر ازمېښت پورا ختو سره ستراتېژك كواپرېټو پارټنر او آئرن برادرز دي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوستي ازمائيلي شوې او نه كمزورې كېدونكې ده٬ د چين پلاوي د دې خبرې پخلے كړے چې د پاكستان او چين اړيكې په خارجه اړيكو كښې اول ترجيح ده ٬ پاكستان په دې خبره زور رواړے چې پاك چين اړيكې د خارجه پاليسۍ بنياد دے٬ دواړو ډلو د چين او پاكستان ترمېنځه اړيكو ته د ستراتېژك او د اوږدې مودې نقطه نظر د لارې ګوري٬ د پرمختګ په لاره به په ګده تګ كوٶ او په نوي دور كښې شريك سباٶن سره به د چين او پاكستان كميونټۍ جوړولو كښې تيزي راولو٬ اعلاميه كښې وئېلې شوي مونږ خپل خپل بنيادي مفادات او د مهمو اندېښنو لرونكو چارو پحقله د يو بل د ملاتړ پخلے كوو٬ د پاكستان پلاوي د ون چائنه اصول له د خپل پوخ عزم پخلے كړے چې تائيوان د چين د خاورې نه بېلېدونكې برخه ده او پاكستان قامي يووالي لپاره د چين د حكومت د هلو ځلو بشپړه مرسته كوي او د هر ډول “تائيوان آزادۍ” مخالفت كوي٬ پاکستان په سوئيلي بحيره چين، هانګ کانګ، سنکيانګ او ژي زانګ په چارو هم د چين ملاتړ كوي۔ د چين پلاوي د پاکستان د خپلواكۍ٬ د قامي آزادۍ او د سيمه ايز سالميت تحفظ٬ پاكستان د قامي حالاتو له مخې معاشي استحكام او د پرمختګ په لاره روانولو، د ترهګرۍ په ضد جنګ او په سيمه ايزو او نړيوالو چارو كښې د كردار لوبولو له د خپل ملاتړ پخلے كړے۔ پاکستان نړيوالې مرستې لپاره د درېم بېلټ اېنډ روډ فورم په كاميابه تابيا چين له مباركي وركړه او د چين لخوا په بيلټ اينډ روډ مرسته كښې د پاكستان د پرله پسې ملاتړ او ګډون ئې ستائنه وكړه۔ دواړو ډلو ومنل چې بي آر ائي د نړيوال اقتصادي پرمختګ مضبوط محرك دے٬ نړيوالې اقتصادي مرستې لپاره يو پلېټ فارم وركوي٬ ګرده نړۍ كښې د ګډې پرمختګ امكانات رامخې ته كوي او په لويه كچه ستائېلې كېدونكې منصوبه انسانيت لپاره د مشتركه سباون سره يوه كميوټني جوړولو كښې هم مهمه برخه ګرځېدلې۔ ډلو د لوړ معيار بېلټ اېنډ روډ مرستې له په ګده د كار كولو او امن٬ پرمختګ او د شريكې مرستې روښانه سباون پېل كولو ته اتفاق كړے۔ ډلو اومنله چې سي پېك د بي آر آئي د يوې اهم منصوبې په توګه په لسو كالو كښې ښې نتيجې برآمد كړي او اوس د لوړ معيار پرمختګ نوي پړاٶ ته داخل شوے۔ ډلو په مشتركه توګه په ګروتھ کوريډور، د روزګار زياتولو راهداري، جدت طرازي کوريډور، ګرين کوريډور او پرانسته راهداري جوړولو او سي پېك د لوړ معيار د بېلټ اېنډ روډ مرستې مثالي منصوبې په توګه جاري ساتلو له د عزم پخلے وكړو۔ د ګوادر پورټ اهميت تسليمولو سره ډلو د پورټ پرمختګ او د دې معاون منصوبې لا تندولو ته هم اتفاق كړے٬ دغسې ډلو د ډي سيلينيشن پلانټ، نيو ګوادر انټرنيشنل ايئرپورټ( اين جي آئي اے)، پاک چائنه فرينډشپ هسپتال او په نورو منصوبو د پېشرفت د اطمينان څرګندونه كړې ٬ ډلو د ګوادر د لوړ معيار بندرځائ، د سيمه ايز تجارت مركز او د رابطې مركز جوړولو له هم د عزم پخلے كړے٬ دا خبره تسليم كرې شوې چې د اېم اېل ون اپ ګرېډېشن د سي پېك فرېم ورك له مخې يوه مهمه منصوبه ده او د پاكستان د سماجي او معاشي پرمختګ لپاره د اهميت وړ ده، دواړو ډلو د دې منصوبې زر تر سره نفاذ لپاره د دواړو هېوادونو د مشتركه تفهيم له مخئ عمل كولو ته اتفاق كړے۔ دغسې دوي د شاهراه قراقرم (رائے کوټ تھاکوټ سيکشن) بيا جوړولو منصوبې په ابتدائي كار په اهم پېشرفت هم د اطمينان څرګندونه وكړه او په دې عمل درامد تتندولو ته صلاح شوي ۔ ډلو ومنله چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه زرعي مرستې زيات صلاحيت موجود دے او په خاص توګه د سي پېك له مخئ د فصلولو خصمانه او په چينجنو قابو موندلو لپاره كوټلې پېشرفت شوے٬ ډلو د فصلونو كر٬ د ځناورو او د بوټو د رنځونو مخنيوے٬ زرعي ميکانائزيشن، د زرعي ټيکنالوجۍ تبادلې او د زرعي مصنوعات د تجارت غوندې څانګو كښې مرسته قوي كولو ته ئې صلاح يوه كړې۔ پاكستان او چين د سي پېك انفارمېشن ټېكنالوجي انډسټري لپاره د جوائنټ ورکنګ ګروپ د فرېم ورك له مخې تبادلو او مرسته قوي كولو، په مشترکه توګه د ډيجيټل انفراسټرکچر جوړولو او د انتظام بهترولو٬ جديد ټيکنالوجيز له مرسته مخ په وړاندې بوتللو او د انفارمېشن ټيکنالوجي سروس لپاره د كار استعداد زياتولو او د ډيجيټل معيشت لوړ معيار ته وده وركولو ته اتفاق كړے ۔ دوي سماجي او اقتصادي مرستې لپاره د سي پېك وركنګ ګروپ له مخې ترلاسه شوو د مثبت نتيجو جاج اخستے۔ چين د پاك چين آزاد تجارت لوظنامې فرېم ورك له مخې د چين برامدات زياتولو كښې د پاكستان په مرسته كولو د امادګۍ څرګندونه كړې او پاكستان سره د تجربو تبادلې، خصوصي مطالعات، د ماهرينو د تبادلو او د اهلكارو تربيې د لارې خپل برامدي صلاحيت بهترولو له به مرسته كوي۔ پاکستان د چين د نورو كمپنو په هېواد كښې د سرمايه كارۍ هركلے كړے ۔ دوې منلې ده چې د خنجراب دره د دوه اړخيزه تجارت او اولسي كچو د تبادلو ودې كښې اهم كردار لوبوي٬ ډلو وئېلې دي چې د انفراسټركچر تعمير او انتظام ګړندې كولو او د دې د لارې د تګ راتګ صورتحال ښه كولو ضروري دي٬ چين او باكستان د كرنسۍ تبادلې او د رينمنبي تصفيې او کليئرنګ په مرسته د پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه او د مالياتي او بېنكارۍ مرسته لا مستحكم كولو ته صلاح شوي٬ پاکستان خپلې مالياتي څانګې لپاره د چين د قدر وړ ملاتړ مننه كوي۔۔ دغس ې پاكستان لخوا چين د جمو و كشمير صورتحال نه خبر كړے شوے ۔ د چين پلاوي د دې خبرې پخلے وكړو چې كشمير پخوانۍ شخړه ده كومه چې د ملګر ملتونو د چارټر٬ د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو او د دوه اړخيزه لوظنامو له مخې مناسب او په سوله ايز ډلو حل كول پكار ده ۔ د بيان له مخې دواړو ډلو د هر ډول ترهګرۍ غندنه كړې٬ د چين پلاوي د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د كردار او قربانيو اعتراف كړے۔ ډلو د پاك چين سېلګرو تبادلو له په سږني كال د كلتوري مرستې په اضافه د اطمينان څرګندونه وكړه۔ دوي د دواړو هېوادونو د سېلګرۍ څانګو ترمېنځه د تبادلو قوي كولو ته هم اتفاق كړے۔ ډلو د دواړو هېوادونو د وسله والو ځواكونو ترمېنځه د نزدې مرستې، د باور او په کميونيکيشن د اطمينان څرګندونه هم كړې۔ وزيراعظم انوار الحق کاکړ د خپل او د خپل پلاوي په تود هركلي او درنه مېلمستياﺀ د چين د مشرانو او اولس مننه وكړه او صدر شي جن پنګ ته د پاكستان حكومت او اولس لخوا د پاكستان زر تر زره دورې بلنه ئې وركړه٬ دغس ېدواړو ډلو د سفارتي ذريعو د لارې په دې معامله رابطې په ځاے ساتلو ته صلاح يوه كړې۔
متعلقہ مضامین
-
ECP fully aware of constitutional responsibilities
-
Railways lease over 4,517 acres land to earn profit
-
Road being reconstructed at Mohsin Bhopali underpass in Nazimabad: Wahab
-
ECP is bound to conduct elections in 90 days: AGP
-
Victory of democracy
-
Police scuffle case: court summons Capt (retd) Safdar for indictment
-
Nation should guard its sovereignty against regime change plot: Imran
-
LHC summons PA secretary over delay in CM’s election
-
PTI plans to halt no-trust motion today
-
IIOJK authorities urged to release Mirwaiz
-
Performance of price control magistrates reviewed
-
PTI Sindh stages protest against ‘anti-Pakistan’ elements