اسلام آباد 25 اګست(اے پی پی) د روغتيا لنډ مهاله وفاقي وزير ډاكټر نديم خان وئېلي دي چې ډرګ ريګوليټري اتهارټي (ډرېپ) د داروګانو د كمي ګيلو موثر ازالې لپاره ګامونه پورته كړې دي٬ اولس ته معياري او محفوظ داروګان د تعطل نه بغېر رسول زمونږ ترجيح ده٬ په لږه موده كښې يو كوټلې او جامع پلان سره اولس ته به د آسانيو وركولو له هڅه كوو۔ د هېواد پرمختګ او اولس ښه والي ايجنډا او مشن مو راوړې دې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د ډرېپ نوې موبائل ايپلي كېشن پرانستې په موقع كړی كوم كښې به چې د داروګانو ترلاسه كېدو او د داروګانو كمي په صورت كښې د وګړو ګيلو ترلاسه كېدو په اړه معلومات وركوي۔ د پرانستې دستورې ته په خپله وينا كښې لنډ مهاله وفاقي وزير وئيل چې وګړي د دې ايپ د لارې د داروګانو په اړه خپلې ګيلې ډرګ ريګوليټري اتهارټي آف پاكستان (ډريپ) سره جمع كولې شي كوم به چې نن څخه فعاله شي۔ ده ووئيل چې دا موبائل ايپ به 24 ساعت فعاله وي كوم څخه به چې د وګړو د ګيلو په وخت ازاله ممكنه شي٬ دا ګيلې به په ټول هېواد كښې اړوند ډرك انسپكټر ته لېږلې شي۔ ده ووئيل چې د دې موبائل ايپ په مرسته به خلقو ته د داروګانو كمي او نورو اړوند مسئلو په اړه معلومات ترلاسه وي٬ د دې ايپ د لارې به د داروګانو كمې يا ترلاسه كېدو په اړه درست ډيټا هم شيئر كولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
25 modern sale points of flour set up in city
-
Serena Hotel celebrates 20th anniversary
-
Al-Shifa Trust to train Gambian doctors, treat patients
-
PTI enjoys public, parliamentary support in KP: CM
-
Follow constitutional process on no-confidence motion: SC
-
Governor summons Provincial Assembly session on March 22
-
APHC hopes OIC moot will become voice of Kashmir
-
Opp hopes court will ‘protect democracy’
-
PM Khan enjoys full public trust: Aamer Kiani
-
CM pays homage to Jinnah’s struggle for getting separate homeland
-
8,057,974 voters to vote for 65 tehsils, 1,830 village, neighbourhood councils in 18 KP districts
-
Huge number of people to attend PTI March 27 public meeting: Amir Mughal