اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي چې پبلك پرائيويټ پارټنرشپ ته وده وركولو سره حكومتي خرڅونو كښې كمې او په منصوبو كښې بهتري راوستلے كېدې شي، پبلك پرائيويټ پارټنرشپ ته وده وركولو لپاره نورې موقعې لټولو ته اړتيا ده٬ د بنيادي اډانې پرمختګ سره به په رابطو كښې بهتري راشي او قامي اتحاد به قوي شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ اتھارټۍ په اړه د لوړې كچې غونډې په مهال وكړه۔ په غونډه كښې لنډمهاله وفاقي وزير سميع سعيد،د وزيراعظم سلاحكار احد چيمه، د منصوبه بندۍ كمېشن ډپټي چيئرمېن محمد جهانزېب او اړوند سركاري چارواكو ګډون وكړو۔ وزيراعظم ته د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ اتھارټۍ د كاركردګۍ پحقله بريفنګ وركړې شو۔ وزيراعظم په هېواد كښې د حكومت او نجي څانګې اشتراك د اهميت وړ ګرځولو سره ووئيل چې پبلك پرائيويټ پارټنرشپ ته وده وركولو سره حكومتي خرڅونو كښې كمې او په منصوبو كښې بهتري راوستلې كېدې شي۔ ده ووئيل چې موټروېز او د سترو لارو جوړولو پحقله پبلك پرائيويټ پارټنرشپ ته لا وده وركولو ته اړتيا ده۔ وزيراعظم امر وكړو چې د هېواد تر لوېديزو او ختيزو سيمو بهتر رسنې پحقله دې د اېسټ وېسټ كنكټيويټي پحقله جامع پلان وړاندې كړې شي۔ غونډې ته په بريفنګ كښې ووئيل شول چې د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ له مخې په تېرو دوه كالو كښې د 646 اربه روپو پروجيكټس پېل كړې شوې او د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ د منظور شوې پروجيكټس د لارې حكومت ته د سبسډيز په لړ كښې د 150 اربه روپو نېغ په نېغه بچت شوې۔ غونډې ته ووئيل شول چې د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ اتھارټۍ په منصوبو كښې د سيالكوټ -كھارياں موټروے، سكھر -حيدرآباد موټروے ،كھارياں- راولپنډي موټروے ،كراچي سركلر رېلويز او د اسلام آباد انټرنيشنل ائيرپورټ آوټ سورسنګ سرفهرست دي۔ د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ پحقله د صحت، تعليم، انفارميشن ټيكنالوجي او برآمدي څانګې په ترجيحاتو كښې شامل دي۔
متعلقہ مضامین
-
Fawad grieved over demise of senior journalist’s wife
-
IIOJK facing impending danger of genocide by fascist Modi regime
-
SBP may continue with house refinancing scheme
-
Small dams key to bring green revolution: minister
-
CDA fix waterfall at F-9 Park
-
US officials discuss ‘potential’ resettlement with Afghans
-
NAB Balochistan arrests fraud company’s Director in massive financial scam
-
Govt prepared to combat no-trust move: Qureshi
-
PPP and PMLN united on saving corruption: Hasaan Khawar
-
Pakistan’s relations with Russia gradually improving: FM Qureshi
-
PTI protests against rising incidents of harassment in Sindh
-
Two gangsters held, valuables and weapons recovered