اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) د تخفيف غربت او سماجي تحفظ وفاقي وزيرې شازيه مري وېيلي دي چې بې آسرې مېرمنې واكمنې جوړول د پخوانۍ وزيراعظمې بېنظير بهټو خوب ٶ٬ په مالي كال 2022 كښې د بي آئي اېس پي له مخې 235 اربه روپۍ مختص كړې شوې وې٬ په سږني كال كښې 404.2 اربه روپۍ مختص كړې شوې دي۔ دا خبره دې د جمعې په ورځ د بي آئي اېس پي لاندې د سماجي تحفظ اکاٶنټ اجرا دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ دې ووئيل بېنظير کفالت بينيفشريز كورنيو له بېل كړې شوې رقم د 7.6 مېليونه نه 9 مېلونه ته رسولې شوې دې۔ دې ووئيل دغسې په نورو پروګرامونو كښې هم رقم زيات كړې شوې دې۔ وفاقي وزيرې ووئيل د فيول سبسډي په مد كښې د كورنۍ په سر د دوه زره روپو حساب سره 16.3 اربه روپۍ 8.6 مېليونه كورنيو ته وركړې شوې دي۔ د فوډ ريليف له مخې 25 زره د كورنۍ په حساب سره 70 اربه روپۍ وېشلې شوي دي او دې څخه 2.8 مېليونه كورنۍ مستفيد شوې دي۔ وفاقي وزيرې ووئيل دا پروګرام ډېر سپېځلتيا سره كار كوي۔ وفاقي وزيرې شازيه مري ووئيل د بي آئي اېس پي له مخې د سېلاب ځپليو مرسته شوې٬ د نرښځو په تاريخ كښې په وړومبي ځل د بي آئي اېس پي له مخې مرسته كېږي
متعلقہ مضامین
-
Scientific exhibition held at Sukkur IBA
-
CAA bans meals in domestic flights amid Omicron upsurge
-
66 mega corruption cases brought to conclusion
-
5 arrested for carrying illegal weapons
-
Kashmiris to observe Indian Republic Day as Black Day on Jan 26
-
Phase-II of CPEC much broader in scope: Ambassador Haque
-
Crane kills youth in Lodhran
-
Senior actor Rasid Naaz passes away
-
Putin first western leader to show empathy towards muslim sentiments: PM Imran Khan
-
Two-member SC bench to hear cases in Karachi
-
APNS, CPNE, PBA reject Fawad’s tweet on media revenues
-
Better for PML-N to ‘disown’ Sharif family