اسلام آباد 04 مئي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیري مرېم اورنګزیب وئيلي دي چې مکافات عمل څه وي ٬ قام ته په نظر راځي،د نورو د ناروغۍ مذاق كونكې په وهیل چیئر عدالت ته د نه تللو بهانه كوي٬ عمران خان ته چې د چا څخه خطر دے عدالت ته تللو سره دې ثبوت وړاندې كړي يا دې خوله بنده كړي ، د کلثوم نواز د ناروغۍ او بيا د مرګ ،د نواز شریف د ناروغۍ او د شهباز شریف د ملا د درد مذاق كونكې نن په وهیل چئیر كېښناستلو سره دروغ وائي۔د زيارت په ورځ په خپل يو بيان كښې وفاقی وزیر اطلاعات مرېم اورنګزیب عمران خان له چیلنج وركړو چې چا څخه هغه ته خطر دې عدالت ته تللو سره دې ثبوت وړاندې كړي يا دې خپله خوله بنده كړي۔ مرېم اورنګزیب ووئيل فارن ایجنټ د حالاتو له مخې سکرپټ او شكل جوړوي ، د نيولو د ويري هغه د كټ لاندي او ضمانت خارجيدو د ويري د وهیل چیئر ډرامه كوي۔ دي ووئيل فارن ایجنټ په پښو فشار نه ، د هغه په مزغو سازشی فشار دې۔ مرېم اورنګزیب ووئيل عمران خان ته چې د چا څخه هغه ته خطر دې عدالت ته تللو سره دې ثبوت وړاندې كړي يا دې خپله خوله بنده كړي۔دي ووئيل عمران خان ته خطر اوس يواځي د فارن فنډنګ، توشه خانه، ټیریان کیس څخه دې ځكه هغه دې لپاره ګولی، پلستر، ډبے، وهیل چیئر او د الیکشن بهانا جوړوي۔دي ووئيل كله چې هم عمران خان عدالت رابلي نو هغه د ګولی، پلستر، معذوری، بالټی ډبه بهانه كوي او اوس د وهیل چیئر ډرامه كوي۔دي ووئيل عمران خان اول د خپل حكومت ختميدو ملبه په امریکا اچولي ، سائفر ډرامه ئې كړي ، بيا ئې د امریکا څخه بخښنه غوښتلو سره په جنرل باجوه، بيا په آصف علی زرداری او بيا په محسن نقوی ملبه اچولي۔دي ووئيل عمران خان څلور كاله ناکامیو او اسمبلیو ماتولو ملبه په جنرل باجوه اچولي ، شهيدانو ، ادارو او د هغي د قیادت په ضد ئې يو ناوړه كمپائن چلولو سره تورونه لګولي۔دي ووئيل چیف جسټس په عكس پښي اېښودلو لپاره هم د بهر راوتللو كال عمران خان وركړې ؤ۔
متعلقہ مضامین
-
Punjab govt increases daily wage of labourers
-
NCOC team checks vaccination status on public transport
-
NAB Lahore director general replaced in major reshuffle
-
Two killed in Gujranwala car crash
-
Christmas celebrations begin
-
Omicron variant: thousands of flights cancelled globally
-
Ulema, society role crucial to reduce girls’ dropout rate through awareness, safe environment: President
-
Omicron toll reaches 75 in Pakistan
-
India trying to teach patriotism to IIOJK people by using guns
-
Bilawal grew up on looted wealth: Ali Zaidi
-
PML-N to support joint opposition against PTI
-
KSRC distributes 29000 winter kits