اسلام آباد 12دسمبر(اے پی پی) د وزيراعظم د ګلګت او بلتستان چارو صلاحكار قمرزمان كائره وئېلي دي چې د پاكستان او مقبوضه كشمير اولس لپاره د او آئي سي فورم ډېر مهم دے او د دې فورم سپورټ د كشميري اولس همت او عزم ته تقويت وركوي٬ او آئي سي د كشمير مسئلې حل په اړه متحرك كردار ادا كوي او د پاكستان حكومت او اولس دې ته د د قدر په سترګه ګوري۔د جاري شوي بيان له مخې د اسلامي مرستې تنظيم اسسټنټ سېكرټري جنرل يوسف الدوبے سره د خپل پلاوي د كشمير او ګلګت بلتستان چارو صلاحكار قمرزمان كائره سره د ګل په ورځ په اسلام آباد كښې ملاقات وكړو۔په ملاقات كښې د آزاد كشمير د سياسي ګوندونو نمائندګان او د كشمير چارو سېكرټري نه علاوه د وزارت نور اعلٰی چرواكو ګډون وكړو۔په دې موقع قمرزمان كائره د او آئي سي اسسټنټ عمومي سېكتر او د هغه د پلاوي هركلي كولو سره چې د او آئي سي د عمومي سكېتر د پاكستان اوسنۍ دوره ډېره مهمه ده۔ ده ووئيل چې د پاكستان او مقبوضه كشمير اولس لپاره د او آئي سي فورم ډېر مهم دے او د دې سپورټ د كشميري اولس همت او عزم ته تقويت وركوي۔ده ووئيل چې او آئي سي د كشمير مسئلې حل له فعاله كردار ترسره كوي او د پاكستان حكومت او اولس دې ته د قدر په سترګه ګوري۔د او آئي سي دوهم عمومي سېكتر ووئيل چې په ملاقات كښې رامخې ته شوي بېل وړاندېزونه ډېر مهم دي او ددې به جاج اخستلې شي۔ د دې څخه وړاندې د كشمير كونسل سېكرټرټ ته په راتګ د كشمير چارو سلاحكار د او آئي سي پلاوي تود هركلے وكړو۔د ملاقات په آخر كښې د كشمير چارو صلاحكار لخوا پلاوي ته اعزازي شيلډز هم وړاندې كړی شو۔
متعلقہ مضامین
-
Vivian Richards, David Gower praise Pakistan team in meeting with PM Imran Khan
-
Punjab govt takes big step to make LG institutions functional
-
Chinese embassy holds short video creation contest
-
11 injured in Kharan blast
-
IHC seeks details of FIA’s powers
-
Illicit cigarette trade in Pakistan
-
SC directs provinces to submit reports on tree plantation
-
Punjab leads in COVID-19 vaccine race, says Asad Umar
-
FFC holds extraordinary general meeting
-
FATA students: NA body seeks HEC notification for doubling seats
-
Alvi calls for youth guidance to benefit from Kamyab Jawan Program
-
Services of legal fraternity for upholding Constitution, law commendable: Fawad