اسلام آباد 24 اکتوبر (اے پي پي)د پېټروليم وزيرمملكت مصدق ملك وئېلي دي عمران خان ملزم نه مجرم دے٬د هغه دړكې د سزا څخه بچ كېدو او د اېن آر او لپاره دي٬هغه ډالۍ خرڅې كړي او پيسې په جېب كښې اچولي او آمدن يې نه دے ظاهر كړے ٬په سياست كښې ناوړه خبرې او تورونه لګول هغه پېل كړي٬د عمران خان سياسي قد كم شوے٬د ټاكنو كمېشن د پريكړې په ضد چا هم احتجاج نه دے كړے٬وزيراعظم واضحه كړې چې ټاكنې به د آئين له مخې په خپل وخت كېږي٬د يخښنۍ لپاره د اضافي اېل اېن جي انتظام شوے٬ د كورونو صارفينو ته به اېل پي جي وركولې شي٬صنعتونو ته د ګاز رسنې لپاره به پلان جوړولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال كړې۔ده ووئيل د ټاكنو كميسون د عمران خان په ضد د فوجدارۍ كاروائۍ هدايت كړے٬عمران خان د ټاكنو كميسون د پريكړې له مخې كرپټ دے٬د اعلٰی عدالتونو لخوا چې په دې كومه پريكړه راشي مونږ به د هغې احترام كوو٬په جرم ثابتېدو عمران ته سزا وركړې شوې او نااهل ګرځولے شوے۔ده ووئيل عمران خان ملزم نه مجرم دے٬د هغه دړكې د سزا څخه بچ كېدو او د اېن آر او لپاره دي٬هغه ډالۍ خرڅې كړي او پيسې ئې په جېب كښې اچولې او آمدن يې ظاهر كړے هم نه دے ٬ ده ووئېل په سياست كښې ناوړه خبرې او تورونه لګول هغه پېل كړي٬د عمران خان سياسي قد كم شوے٬د ټاكنو كمېشن د پريكړې په ضد چا هم احتجاج نه دے كړے٬ ده ووئېل وزيراعظم واضحه كړې چې ټاكنې به د آئين له مخې په خپل وخت كېږي٬د يخښنۍ لپاره د اضافي اېل اېن جي انتظام شوے٬ د كورونو صارفينو ته به اېل پي جي وركولې شي٬صنعتونو ته د ګاز رسنې لپاره به پلان جوړولې شي٬ ده ووئېل په پنجاب او خېبرپښتونخوا كښې خو د هغه خپل حكومتونه دي بيا هم يوه نيمه ګهنټه پس احتجاج ختم شوے۔ده ووئيل د عمران خان د ګوند پخواني سياسي غړي د رياست په ضد كمپائن كښې د هغه ملګرتيا نه ده كړې ٬د عمران خان په ضد چې كومه پريكړه راغلې دا د هغه بدديانتي او غلا څرګندوي څه چې هغه د خلقو په اړه وائي۔ده ووئيل وزيراعظم واضحه كړی چې ټاكنې به په خپل وخت كېږي۔مصدق ملك وئېلي دي د خېبرپښتونخوا سي اېن جي اېسوسي اېشن هم په مشاورت سره د سي اېن جي استعمال منصوبه جوړولو باور راكړے٬د دې څخه به د كورونو صارفينو ته آسانۍ ترلاسه شي٬په كراچۍ كښې به د صنعتي تنظيمونو سره هم په دې اړه مشاورت كوو۔
متعلقہ مضامین
-
SC grants exemption to Khursheed’s wives from hearing in assets case
-
FIA initiates action against fake Covid vaccine certificate generators
-
Haleem says 85pc people in Sindh consuming contaminated water
-
‘Taliban want appointments in Afghan missions in Pakistan’
-
PPP to ‘forcefully oppose’ NAB chairman’s extension
-
Chehlum of Imam Hussain will be observed today amid tight security
-
Is Facebook leading us on a journey to the metaverse?
-
ECP, govt on path of convergence over EVMs
-
Balochistan govt completes 22 dams projects
-
President for promoting higher education to put country on fast track of socio-economic development
-
Talented youth country’s most valued assets; govt ensuring supremacy of merit: PM
-
Denmark FM appreciates Pakistan’s role in smooth evacuation from Afghanistan