اسلام آباد ۔ 11 ستمبر (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي هند د جموں وكشمير خصوصي حېثيت ختمولو سره دغلته آبادياتي تناسب بدلول غواړي۔ مونږ امن غواړو ولې په ختيز كښې مونږ د پراخا كېدو عزم لرونكې اتومي هېواد هند شر سره مخ يؤ۔ سيمه ايزې سلامتيا ته د پېښو چېلنجونو باوجود د پاكستان د فكر تږلاره ګڼ اړخيزه ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ جنېوا كښې سېنټر فار سېكورټي پالېسي كښې د “زمونږ خارجه پالېسي او د سيمه ايزې سلامتيا اړخونه ” په سرخط سيمينار ته خطاب وكړه ۔ خارجه وزير ووئيل د پاکستان د خارج پالسي په تشكيل كښې زمونږ د ځانګړې جغرافيائي حېثيت ډېرعمل دخل دے۔ ده ووئيل هند د اګست په 5 مه نېټه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو خلاف ورزي كولو سره په زور د مقبوضه كشمير خصوصي حېثيت ختم كړو او اوس دغلته آبادياتي تناسب بدلول غواړي۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل د بشري حقونو كونسل غونډه كښې زما ګډون كولو مقصد نړۍ د هند لخوا مقبوضه جموں وكشمير كښې د روانو بشري حقونو سختو خلاف ورزيو څخه خبرول دي او دا يوازې مونږ نه كوو بلكې دا وخت د برطاني پارلېمان ٬ او آئی سی، اېمنسټی انټرنېشنل ، هیومن رائټس واچ، واشنګټن پوسټ او د نیویارک ټائمز په ډول نورې ادارې هم د هندي ظلمونو په ضد غږ پورته كوي۔ ده ووئيل بهرنيو چېلنجونو سره سره داخلي استحكام او د معيشت ښه والې هم زمونږ د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دے
متعلقہ مضامین
-
Speakers stress female economic empowerment for country’s progress
-
Pak-Turkiye PTA to help take trade ties to new heights: PM
-
PTI all set for ‘Haqiqi Azadi Jalsa’ at Lahore Hockey Stadium today
-
Independence Day: Nation celebrates diamond jubilee with zeal and fervor
-
Celebratory gunfire leaves one dead, 57 wounded in Karachi
-
Atta Tarar given 14-days protective bail
-
Rashid wants PM Shehbaz to make charter of democracy
-
Punjab Forest Dept continues diamond jubilee tree plantation drive
-
Imran Khan urges public to attend August 13 ‘power show’
-
Minister visits Orange Line train station, reviews facilities
-
US Centcom commander discusses defence cooperation with COAS
-
Govt committed to providing favorable atmosphere to investors: Saad