اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) پاکستان د مقبوضه جمو کشمير پحقله د هندي حكومت لخوا د شويو اعلانونو په سختو ټكو غندنه كولو سره دا رد كولو سره وئيلي دي چې د هندي واكمنو يو اړخيزه هر اقدام د متنازعه سيمې حېثيت نه شي بدلولې٬ پاكستان به د غير قانوني اقداماتو لاره نيولو لپاره ټولې ممكنه لارې اختياروي۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر وياند خپل يو بيان كښې په مقبوضه كشمير كښې د هندي واكمنو په اعلانونو د غبرګون څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې مقبوضه كشمير په نړيواله كچه منلې شوې متنازعه سيمه ده۔ وياند ووئيل د هندي واكمنو يو اړخيزه هر اقدام د متنازعه سيمې حېثيت نه شي بدلولې لكه څنګه چې دا د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په قراردادونو كښې شخړيزه سيمه ده٬ د جمو کشمير او پاکستان اولس لپاره به دا د نه قبلېدو وړ وي۔ وياند ووئيل د نړيوالې شخړې د يو فريق په حېث پاكستان به د غېر قانوني اقدامات لاره نيولو لپاره ټولې ممكنه لارې خپلوي٬ پاکستان د کشمير نصب العين او د مقبوضه کشمير اولس له د نا قابل تنسيخ حق خود اراديت ترلاسه كولو لپاره د خپل سياسي، اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتلو د پوخ لوظ پخپلې هم كړې۔ (ګ ل
متعلقہ مضامین
-
Need emphasized to sensitize journalists for responsible reporting to climate change impacts
-
Uncover the undercovers
-
Speakers call for devising policy to handle e-waste
-
AIOU delegation visits Indonesian education ministry
-
Arshad Nadeem’s father gets emotional after son’s terrific win in CWG 2022
-
Mourners lead eighth Muharram processions across country
-
TLP calls workers to Faizabad on August 13
-
Court grants capital police two-day remand of Gill
-
IHC rejects PTI’s request to suspend by-elections
-
15 more infected with Covid-19 in Rawalpindi
-
EU envoy plays Pakistani anthem on trumpet
-
75 years of India partition: How tech is opening window into past