اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير شاہ محمود قرېشي وئيلي دي برتانيه دې د پاك هند تاو تريخوالې كمولو له كردار ولوبوي۔ وفاقي وزير دا خبرې د برتانيې خپل همڅنګ جېرېمي هنټ سره په ټېلي فوني تماس كښې كړې ۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د برتانيې خارجه وزير تېره ورځ د پاكستان خپل همڅنګ سره ټېلي فوني تماس نيولې ٶ۔ د ټېلي فوني خبرو په مهال منطقه كښې د امن او امان په خرابه وضعه د خيالاتو څرګندونه شوې۔ شاہ محمود قرېشي په دې موقع ووئي مونږ د پلوامه پېښې نه پس د هند لخوا د دړكو باوجود دوي ته د كوټلي شواهدو راكولو او په پلټنو كښې د مرستې باور وركړې۔ ده ووئيل پاكستان منطقه كښې امن غواړي۔ ده ووئيل د پاكستان وزيراعظم عمران خان نن هم هند ته د خبرو بلنه وركړې ۔ وفاقي وزير شاہ محمود قرېشي ووئيل پاکستان صورتحال معمول ته راوستل غواړي او خبرو اترو له چمتو دے۔ ده په برتانيې زور رواړو چې برتانيه د پاكستان او هند د اړي ګړي په خاتمه كښې خپل كردار ولوبوي۔ ده ووئيل د هند هوائي ځواك بندي پائيلوټ سره به د جنيوا كنونشن له مخې سلوك كولې شي۔ د برتانيې خارجه وزير ووئيل منطقه كښې امن او استحكام برتانې لپاره ډېر د اهميت وړ دے٬ بايد دواړه هېوادونه شريكې مسئلې د مذاكراتو د لارې هوارې كړي۔ د خبرو اترو په مهال دواړو خارجه وزيرانو د مشاورت په روانه ساتلو سلا شول
متعلقہ مضامین
-
Facilities at Ramazan Sasta Bazaars reviewed
-
Usman Buzdar refutes allegations against first lady, Farah Khan
-
FM insists ‘threat letter’ is not fake
-
SC may rule in NA proceedings case today
-
SCBA president meets JUI-F chief
-
PMC advises students to choose credible foreign medical colleges
-
PFA DG pays surprise visit to Ramazan bazaar
-
Meeting held to discuss digitalization of land record
-
Fawad Chaudhry says, those who bought MPs will be responsible if martial law is imposed
-
Security increased in and out Parliament house
-
Jalebi a popular sweet attracts Peshawarties ahead of Iftar
-
Protests against anti-people policies of IIOJK authorities