اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي)د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي هيله څرګنده كړه چې د وزيراعظم عمران خان لخوا د هندي نيولې شوي پائېلوټ خوشې كولو سره به د پاكستان او هند په مجموعي صورتحال مثبت اثر پريوځي۔يو نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل په د دې نازك وخت كښې د وزيراعظم عمران خان د هندي نيولې شوي پائېلوټ خوشې كولو اعلان د دواړو هېوادونو ترمينځه امن لپاره يو ښه اقدام دے۔د هندي ځواكونو لخوا د پاكستان فضائي حدود خلاف ورزۍ نه وروستو د موجوده تاؤ تريخوالي په صورتحال تبصره كولو سره ده ووئيل د پارليمان شريكې غونډې نړيوالې ورورولۍ ته يو مضبوط او ښكاره پېغام وركړې چې د خوږ وطن دفاع لپاره ټول پاكستانې قام يو موټې دے۔دوهم وزير ووئيل د بدقسمتۍ له امله هندي وزيراعظم نريندر مودي خپلې ذاتي ګټې له سياست كوي٬يو نيم ارب آبادي د منطقې د جنګ متحمل كېدې نه شي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مونږ سعودي عرب٬متحده عرب امارات او د تركيې پشمول نورو هېوادونو سره پرله پسې په تماس كښې يو او هيله لرو چې رارونو ورځو كښې به هر څه معمول ته راشي۔
متعلقہ مضامین
-
Archeology Dept discovers 400 Buddhist antiques from single site in Swabi
-
IHC instructs DAG to arrange meeting of Baloch students with President
-
Hafiz Saeed to spend 31 years in prison in terror finance cases
-
Imran says won’t accept ‘imported government’; gives call for protest
-
No-confidence motion against PM Imran Khan: NA session adjourned till 9.30pm
-
Pakistan conducts successful flight test of Shaheen-III ballistic missile
-
Shopkeepers issued notices for selling expired items
-
Alvi decides not to resign, for now
-
8 killed, 1,030 injured in 947 accidents in Punjab
-
Cleaning of drains before monsoon in Abbottabad emphasized
-
Governors of KP, Sindh step down
-
Teenager dies after not receiving timely treatment in THQ