اسلام آباد 19 فروری (اے پی پی)د كابينه اقتصادي رابطه كمېټۍ(اي سي سي) د پاكستان سټيل ملز په اړه نېب كيسونو كښې د پلټنو عملې نامې په اي سي اېل كښې اچولو او په هېواد كښې د سرې زيات مقدار باوري كولو لپاره يوريا پلانټس ته تر اكتوبر د پیداوار روان ساتلو هدايت وكړو۔د اي سي سي غونډه د نهې پھ ورځ د خزانې وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د صنعت او پېداوار وزارت د پاكستان سټيل ملز په اړه د نېب كيسونو پېشرفت صورتحال په اړه پريزنټېشن وركړې شو۔اي سي سي هدايت وكړو چې د پلټنو كيدونكو اهلكارو نامې په اي سي اېل كښې اچول دې باوري كړی شي۔غونډې د تجارت وزارت له د خوراك څښاك څيزونو درآمد لپاره د ليبلنګ په ضروريات كښې د ضروري اضافې په اړه د تجويز جاج اخستلو منظوري وركړه۔د دې نه علاوه د نېشنل فوډ سېكورټي اينډ ريسرچ وزارت لخوا اي سي سي ته په هېواد كښې د يوريا او ډي اے پي سرې طلب و رسد صورتحال په اړه بريفنګ وركړې شو۔اي سي سي په هېواد كښې د د سرې رسنې باوري كولو لپاره تر اكتوبر 2019 يوريا پلانټس فعالولو هدايت وكړو۔په دې موقع اي سي سي د پورټس اينډ شپنګ وزير په مشرۍ كښې د كمېټۍ جوړولو هم سپارښتنه وكړه دغسې چې په بندرځايونو د كارګو زر كليئرنس په اړه تجاويز تيار كړې شي۔د دې نه علاوه اي سي سي د اوورسيز اينډ هيومن ريسوريس ډوېلپمنټ لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال په مشرۍ كښې يو ټاسك فورس جوړولو هم هدايت وكړو كوم چې د افرادي قوت پرمختګ او برآمد په اړه تجاويز وړاندې كړي
متعلقہ مضامین
-
Constitution of law committees at tehsil level agreed
-
Five held for kite flying, selling
-
Coalition must work together for electoral reforms: Bilawal
-
PM Shehbaz orders to immediately control electricity outages
-
Seven dead, 972 injured in road accidents
-
Corona positivity ratio further drops in KP
-
All banks to open at 8 am: State Bank
-
Army Chief General Bajwa doesn’t want an extension: DG ISPR
-
APMAU to dig three wells for proper disposal of sacred papers
-
Covid can trigger self-attacking antibodies: Study
-
IHC adjourns case regarding Baloch students till Apr 23
-
IHC dismisses FIR against trader