اسلام آباد 20 فروري (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د هېواد برآمدات زياتول د وخت ضرورت دے ٬دې لپاره به حكومت او نجي څانګې له په ګډه كار كول وي۔ده دا خبره د فېډرېشن آف پاكستان چېمبرز آف كامرس اينډ انډسټري نوو ټاكلو شوو عهديدارو سره په خبرو كښې كړې چا چې د شورو په ورځ ده سره ليدلې۔اولس مشر ووئيل د هېواد پرمختګ كښې به نجي او كاروباري څانكې له كردار ترسره كول وي۔ده ووئيل د هېواد برآمدات زياتول د وخت مهم حاجت دے ۔اولس مشر ووئيل سرمايه كارو له به د غېر ملكي سرمايه كارو سره په ګډه په بېلو پروژو كار كول وي۔ده د سعودي ولي عهد د پاكستان دوره كاميابه ګرځولو سره ووئيل د دورې په مهال د سرمايه كارۍ او كاروبار په اړه د مفاهمت په يادښتونو لاس ليك شوې۔ده ووئيل په نوي دور كښې د كاروبار رجحانات هم بدلېږي٬اوسني وخت كښې د څيزونو په وخت تر سيل يو جلا حېثيت اختيار كړې۔اولس مشر په دې خبره زور راوړو چې د فشريز په څانګه كښې د پرمختګ امكانات شته٬په دې موقع پلاوي اولس مشر ته ووئيل د سعودي سرمايه كارو سره ملاقاتونه ګټور وو۔پلاوي اولس مشر له د هېواد پرمختګ كښې د كردار ترسره كولو باور وركړو
متعلقہ مضامین
-
PMC to improve healthcare education standards
-
Govt created 5.5m jobs during past three years: minister
-
DPO holds open Kutchehri
-
ITP tickets 4,123 for jumping signal
-
IHRA to start regular examination of health establishments
-
PTA introduces mechanism to curb pornographic content
-
Lahore CCPO removed from post
-
EBM collaborates with HabibMetro for easy home-financing solutions
-
British PM wishes good luck to newly-elected PM Shahbaz
-
Jazib Zaman made chairman of FPCCI’s regional standing committee
-
PM orders first inquiry against PTI government
-
AJK High Court stays PM election till Monday