اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي وئيلي دي چې تعليمي ادارو لپاره بېلا كړې شوې زمكه به د ناجائز قبضه كوونكو نه بېرته ترلاسه كولې شي او چا ته به هم قانون په لاس كښې د اخستلو اجازه ورنه كړې شي٬ په قائداعظم پوهنتون كښې په 240 كنال كښې 180 كناله زمكه د ناجائز قبضه كوونكو نه بېرته ترلاسه كړې شوېِ٬ د تجاوزاتو په ضد عمليات د سياست نه بالا او د قانون له مخې دي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ په قائداعظم پوهنتون كښې خبريالانو سره د خبرو په مهال وكړې۔ په دې موقع وفاقي وزير د پوهنتون په زمكه د ناجائز تجاوزاتو خاتمې لپاره د روانو عملياتو په اړه بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل چې تعليمي ادارې قوم ته د تعليم زېور وركوي٬ هم دا ادارې د قومو حالت ښه كوي۔ له بده مرغه د قائداعظم پوهنتون په 200 اېكړه زمكه د څو كلونو نه ناجائز قبضه وه۔ ده د قبضه كوونكو نه د قائداعظم پوهنتون په زمكه ترلاسه كولو د سي ډي اے او د اسلام آباد انتظاميې ستائنه وكړه او وې وئيل چې په دې كارروائې كښې ټولې ادارې فعاله كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل چې د 180 كناله زمكه بېرته ترلاسه كړې شوې او 60 كناله په ګوته كړې شوې۔ مونږ هڅه كوو چې ټول ناجائز تجاوزات ختم شي۔ له بلې خوا د قائداعظم پوهنتون د اېلومينائي اېسوسي اېشن عمومي سېكتر مرتضٰي نور د پوهنتون زمكه بېرته ترلاسه كولو هركلې كړے۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan records 14 coronvirus deaths, 1,207 new infections in a day
-
Aunt kills nephew over enmity
-
Archbishop Canterbury arrives on three-day visit
-
59 corona patients under treatment in Peshawar hospitals
-
350 traffic wardens deployed in Rawalpindi for Pak-Australia cricket matches
-
PML-N dismisses rumours of Tareen, Nawaz meeting in London
-
PM expresses resolve, unwavering commitment to country’s security
-
Early redressal overseas Pakistanis’ complaints emphasized
-
Ehsaas Tahafuz a milestone towards fulfilling dream of welfare state
-
Bilawal out to oust Imran
-
Universities need paradigm shift towards online education to produce more graduates: President Alvi
-
IRSA releases 84729 cusecs water