اسلام آباد ۔ 2 جنوری (اے پی پی) د پاكستان پارلمان تېر كال د فاټا خېبر پختونخوا كښې د ضم كولو د 25 آئيني بدلون بل په شمول د كارپورېټ سېكټر بحالۍ ٬ د لږ عمره بنديوانو ٬ د كوچنيانو او نرښځيانو حقونو تحفظ ٬ د نوو پوهنتونو جوړولو او د روغتيا او ميرين انشورنس په شمول د 33 قوانينو منظوري وركړې ده۔ د فاټا ضم كېدو سره د دغه قبائلي سيمو د هېواد په مركزي سياسي او قانون چارو كښې د شاملولو لاره هواره شوې ده۔ د پارلمان سركاري ريكارډ ترمخه تېر كال پارلمان تر پخوانو قبائلي سيمو د سپريم كورټ او هائي كورټ د سماعت دائرې خپرولو قانون منظوري هم وركړې ۔ په تعليمي څانګه كښې پارلمان اپرنټس شپ اېکټ، شهید ذولفقارعلی بھټو میډیکل یونیورسټی ترمیمی اېکټ، نېشنل یونیورسټی آف سائنس اېنډ ټیکنالوجی اېکټ، نېشنل سکل یونیورسټی اسلام آباد اېکټ،کامسېټس یونیورسټی اسلام آباد اېکټ، انسټی ټیوټ آف سائنس اېنډ ټېکنالوجی بهاولپوراېکټ، نېشنل سوک اېجوکیشن کمېشن اېکټ، او د انسټی ټیوټ فارآرټ اېنډ کلچر اېکټ منظوری او د روغتيا په څانګه كښې پارلمان د اسلام آباد هېلت کئېر رېګولېټری اتھارټی اېکټ منظوری وركړې ۔ دغسې د كم عمره بنديوانو حقونو تحفظ له د جووینائیل جسټس سسټم اېکټ منظوري هم پارلمان وركړې ۔پارلېمان تېر كال فېډرل بنک فارکواپرېټو او کواپرېټو بنکنګ سېکټر و هاوس بلډنګ فنانس کارپورېشن (بدلون) ایکټ، د اولس مشر تنخا اومراعات بل، لیګل پرېکټشنرز اېنډ بارکونسل بل، ګېس انفراسټرکچر ډولپمنټ سېس او د برېښنا وېش او رسنې سره د اړوندو بلونو منظوري وركړې ۔ مئي كښې قامي اسمبلۍ د فنانس بل منظوري وركړه او دغسې په اكتوبر كښې ئې د ضمني ماليات بل منظوري وركړې ده ۔
متعلقہ مضامین
-
Gandhara Art Exhibition to be held in Beijing
-
Anti-polio drive kicks off in Rawalpindi
-
Pakistan team holds training session
-
Registration for recruitment in Pak Army to continue till 4 April
-
PML-N to repeal PECA Ordinance after coming into power: Shehbaz
-
Lancashire Cricket signs Hasan Ali
-
Saadia Khan & Children Ski Cup concludes
-
LNG reference: Court asks defence to cross-examine witness
-
Sultan lauds humanitarian services of expats
-
Opp moves resolutions in NA for ‘disapproval’ of PECA Ordinance
-
Bomb explosion kills atleast 57, injures nearly 200 in Peshawar mosque: officials
-
Partly cloudy weather likely to persist in most parts of country