اسلام آباد 18 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې وفاقي كابينې د اېل اېن جي درآمد او د اېل اېن جي ټرمينل په لوظ نامو د نظرثانۍ كولو لپارهد اړوندو ډلو سره بيا د سره د خبرو اترو كولو پشمول د مهمو پريكړو منظوري وركړې ده ٬ دغسې كابينې د وسلې بندېز پريكړه كالعدم ګرځولو په ضد د وفاق سپريم كورټ كښې دائر كړې اپيل بېرته د اخستلو٬ 3 فيصده برخه د فاټا پرمختګ لپاره بېلولو په لړ كښې اېن اېف سي ايوارډ جاري كولو ٬ د ګني كرشنګ سيزن 15 نومبر څخه د پېل كولو٬د وزيرانو غېر ملكي دورې د وزيراعظم اجازې سره د تړلو ٬د وزيرانو كلنو دورو كښې كمې راوستل٬ايرا په اېن ډي اېم اے كښې د ضم كولو او د سندھ ګورنر په مشرۍ كښې د كراچۍ ښه والي له د اعلٰی اختياري كمېټۍ جوړولو منظوري هم وركړی ده۔د زيارت په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډې نه پس د پېټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان سره مېډيا ته بريفنګ وركولو كښې ده مېډيا ته ووئيل د كابينې په غونډه كښې د فاټا اصلاحات جاج اخستلې شوې٬۔د پیښور هائي كورټ چيف جسټس سره د فاټا په عدالتي نظام خبره شوې٬ ده ووئېل اېن اېف سي ايوارډ ته به هم كتل وي۔وزيراعظم عمران خان د خزانې وزير اسد عمر ته سپارښتنه كړې چې اېن اېف سي ايوارډ كښې كومه درې فيصده فاټا لپاره برخه وركول دي هغې ته دې وكتلې شي ٬ ده ووئېل ځينې وګړي غواړي چې په يوه ورځ كښې دې فاټا ضم كړې شي او ځينې وګړې غواړي چې زيات وخت ولګي خو حكومت د فاټا ضم كولو پلو مخ په وړاندې روان دے ٬د فاټا سېكرټرېټ ختمولو چارې د كے پي كے وزيراعلٰی سېكرټرېټ ماتخت كړې شوي۔د اطلاعات وزير ووئيل كابينې د كراچۍ حالات ښه كولو لپاره د سندھ ګورنر په مشرۍ كښې د اعلٰی اختياراتي كمېټۍ جوړولو منظوري وركړې٬د كراچۍ څخه تعلق لرونكي اېم اېن ايز٬صوبائي حكومت او د سيمې مشرانو له به هم نمائندګي وركولې شي۔دا كمېټي به پھ كراچۍ كښې د كارونو جاج اخلي٬ ده ووئېل د وفاق د اړخه چې كراچۍ ته كوم فنډ وركړې كېږي په هغې كښې دا ګيلې رامخې ته كېږي چې هغه پھ سم ډول نه كارولې كېږي۔د كراچۍ او بلوچستان پرمختګ د پاكستان تحريك انصاف د منشور برخه وه۔ فواد چوهدرې ووئېل د كراچۍ لپاره د وفاق جوړه كړی كراچي ډوېلپمنټ كمپني به فعالولې شي او د دغې مشر به د كراچۍ كمشنر وي٬اوسني حكومت له كراچۍ يو مېنډېټ وركړی۔ده ووئيل كابينې د ممنوع بور په وسله د بندېز پريكړه كالعدم ګرځولو عدالتي پريكړې په ضد د وفاق د اړخه سپريم كورټ كښې د دائر شوي اپيل بېرته اغستو منظوري وركړې٬د اتلسم بدلون نه پس د وسلې د لائسنس معامله د صوبو ده او صوبو له به پريكړه كول وي چې د وسلې په اړه څه پالېسي جوړول غواړي۔ وفاقې وزير ووئېل وزيراعظم سپارښتنه كړې چې د قانون او انصاف وزارت دې دا اپيل په سمدستي توګه بېرته واخلي او د كورنيو چارو دوهم وزير ته دا سپارښتنه شوې چې د څلورو واړو صوبو سره په ګډه د وسلې پالېسي جوړه كړي۔د اطلاعات او خپرونو وزير ووئيل د 2005 زلزلې نه پس ټولې نړۍ د بحالۍ او مرستې لپاره په زړه پورې زمونږ مرسته كړې او دې لپاره ايرا ادره جوړ كړې شوې وه خو اوس د ايرا كار بشپړ شوې نو ايرا په اېن ډي اېم اے كښې د ضم كولو پريكړه شوې٬ ده ووئېل د ايرا 950 ملازمان به
متعلقہ مضامین
-
SBP committee wants cryptocurrency to be banned in Pakistan
-
Supermarket shelves go bare as Omicron disrupts US
-
Sindh to impose lockdown, shut schools on NCOC’s recommendation: Murad
-
State responsible for religious, contemporary education: Speaker
-
Next polls to be the last for PPP, PML-N
-
President urges world to help billion people with disabilities
-
Omicron cases increase to 75 in KP: Health department
-
IHC summons Rana Shamim, others on 20th for indictment
-
PTI govt will control inflationbefore 2023
-
Ashrafi stresses unity among Ummah to tackle challenges
-
Alvi apologises to aged taxpayer over administrative injustice of FBR
-
Ali Zaidi, Ghaus Ali Shah discuss Sindh politics