پېنډۍ 12 اکتوبر (اے پي پي) د پاكستان پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ او د برتانيې چيف آف ډيفنس سټاف جنرال سر نکلسن کارټر ترمېنځه ملاقات شوې۔ په دې موقع سرلښكر جنرال قمر باجوه ته ګارډ آف آنر وړاندې كړې شو۔ د ملاقات نه پس د پلاويو په كچه په امنيتي وضعه او مرسته مذاكرات وشول۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې جنرال قمر جاوېد باجوه د دې نه پس د برتانيې د دفاع وزير ګيون وليم سن ٬ د برتانيې وزيراعظمې افغانستان ٬ پاكستان لپاره خاص استازي ګېرته بېلے او قامي سلامتيا لپاره سلاحكار مار سیډول سره ملاقاتونه كړي۔ د دې ملاقاتونو په مهال د سيمه ايزې سلامتيا په صورتحال او د شريكې خوښې په چارو خبرې اترې شوې دي۔ د برتانيې قيادت په متفقه توګه د پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د غېر معمولي كاميابو اعتراف كړې او پاكستان كښې په امنيتي صورتحال كښې د ښه والي او منطقه كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان د زړه پورې هلو ځلو ئې ستائنه كړې۔ د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل پاكستان پرله پسې استحكام پلو روان دې او د پاكستان او برتانيې دوه اړخيزه امنيت او په نورو څانګو كښې اړيكې شريكې ګټې لپاره وړاندې پړاٶ ته بوتللو لپاره چمتو دے ۔
متعلقہ مضامین
-
Rescue operation over in Murree
-
Opposition demands judicial inquiry into Murree tragedy
-
IHC orders ICT to seal Monal Restaurant in 24 hours
-
PML-N, PPP doing politics on bodies: Khawar
-
Pakistan’s first security policy to be made public on Friday
-
Cricketer Danish Kaneria’s appeal dismissed by SHC
-
Sindh govt to ensure protection of human rights, says SACM
-
Imran Khan is Pakistan’s crisis of current decade
-
IGP for scaling up crackdown on illegal arms dealers
-
Masarat Aalam denounces killing spree by Indian troops in IIOJK
-
Fawad takes a dig at opposition with Saraiki couplet
-
Registration of Ehsaas ration drive accelerated