اسلام آباد 08 اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي پاك چين ملګرتيا او ستراتېژېكي شراكتداري قوي كول د پاكستان د خارجه پالېسۍ بنيادي برخه ده٬د پاك چين اقتصادي راهدارۍ په پروژو عملدرآمد سره به د سي پیك رابطو او حقيقي موقعو ته عملي شكل وركولو له مرسته تر لاسه شي۔ده دا خبره د ګل په ورځ وزيراعظم هاؤس كښې د اعلٰی پاې غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔په غونډه كښې د وزيراعظم د چين دورې او سي پیك په پروژو غور وكړې شو۔په غونډه كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي٬د خزانې وزير اسد عمر٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن٬د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار٬د توان وزير عمر ايوب خان٬د وزيراعظم صلاحكارو عبدالرزاق داؤد او عشرت حسېن٬خارجه سېكتر٬د منصوبه بندۍ سېكتر او اعلٰی چارواكو هم ګډون وكړو۔وزيراعظم ووئيل سي پېك په خاص توګه سماجي څانګې او كركيله كښې د چين تجربو څخه د استفادې كولو موقع ده۔ده ووئيل د هېواد زرعي پیداوار د معيشت د ملا د تير حېثيت لري۔وزيراعظم د هېواد په بېلو برخو كښې اقتصادي زونز زر تر زره په جوړولو زور راوړو كومې سره به چې ځايې صنعت ته د صنعت كارۍ د لارې موقع ترلاسه شي او ځوانانو له به د روزګار موقعې هم راپیدا شي۔وزيراعظم ووئيل د چين اولس مشر يوه پټي يوه لاره اقدام ترمخه د پاك چين اقتصادي راهدارۍ منصوبې سره په سي پېك كښې د سرمايه كاري او په بېلو څانګو كښې د ګټې لپاره نورو هېوادونو له هم موقعې راپیدا شوي دي ۔
متعلقہ مضامین
-
Another female medical student found dead in Sindh
-
Amid tragedy, Buzdar attends PTI meeting
-
PAF relief operation underway in Balochistan
-
Diabetes prevalence in adults increases to 70pc in Pakistan: report
-
Blast reported in Karachi’s Sher Shah area
-
Opposition demands judicial inquiry into Murree tragedy
-
Shahid Afridi expresses serious concern over growing use of drugs among youth
-
President condoles with families of soldiers martyred in anti-terror operation
-
ECP restores Dar’s Senate membership
-
Afridi calls opener Ahmed Shehzad a ‘Good Choice’ for Pakistan
-
Cricketer Danish Kaneria’s appeal dismissed by SHC
-
China-funded 1.2 MGD ROD Plant to be set up in Gwadar