پينډۍ 06 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د كوئټې سدرن کمانډ هیډ کوارټرز دوره وكړه۔ په دې موقع هغه له صوبه كښې په امنيتي وضعه ، د اقتصادی راهداری په پروژو پیش رفت، سوكاله بلوچستان پروګرام په اړه بریفنګ وركړې شو۔ د خالي په ورځ د آئی اېس پی آر د اړخه جاری شوې پریس ریلیز له مخې د کوئټې په ایئر بیس سرلښكر جنرال قمر جاوید باجوہ د وزیراعظم هركلے وكړو۔ د بلوچستان وزیر اعلیٰ جام کمال خان او وفاقی وزيران هم وزیراعظم سره ملګرې ؤ۔ وزیراعظم ته په دې موقع صوبه كښې پھ امنيتي وضعه بریفنګ وركړې شو۔ وزيراعظم له د سوكالھ بلوچستان پروګرام نه علاوہ د اقتصادی پرمختګ په پروژو هم بریفنګ وركړې شو۔ وزیراعظم له د اقتصادی راهدارۍ پروژو له د امنيت په اړه بریفنګ وركړې شو۔ وزیراعظم عمران خان په پاك افغان پوله د كنډه تار لګولو په اړه خبر كړې شو۔ په دې مهال وزیراعظم ووئيل شريكو قامی هلو ځلو سره به صوبه او هېواد كښې امن او سوكالي راشي، د بلوچستان پرمختګ ، امن او استحکام له د امنيتي ځواكونو کردار د ستائنې وړ دې۔ په دې موقع سرلښكر جنرال قمر جاوید باجوہ ووئيل خېبرپښتونخوا كښې د ترهه ګرۍ له امله ځپليو سيمو كښې د استحکام نه پس اوس مونږ بلوچستان ته پام لرنه كوو، كوم چې د پاکستان اقتصادی سباؤن دې۔ وزیراعظم په دې موقع د امن ، استحکام او صوبې سماجی او اقتصادی پرمختګ له د امنيتي ځواكونو کردار وستائلو۔ وزیراعظم ووئيل كوټلې قامی هڅو ، صوبائی او وفاقی حکومتونو ترمينځه مرستې او د پاك پوځ په مرسته مونږ د بلوچستان د حقیقی صلاحیت څخه استفاده كولې شو۔ ده ووئيل زمونږ د ټولو شريكو هڅو په نتيجه كښې به صوبه او هېواد كښې امن او سوكالي راشي۔
متعلقہ مضامین
-
ANF seizes 1070.400 kgs drugs, arrest three drug peddlers
-
Rana Shamim, journalists committed contempt of court: IHC CJ
-
At least 12 killed in IIOJ&K stampede
-
PTI against mafia, not PPP: Ali Zaidi
-
Shehbaz says there is nothing in FIA’s challan against him
-
Lahore reports 39 more cases of Omicron
-
AJK PM urges UNSC to implement Jan 5 resolution on Kashmir
-
Religion being used for land grabbing: SC
-
Two die, 630 more test positive for coronavirus
-
PML-N leaders expert in blackmail: Farrukh
-
IHC reserves decision in cases about Naval Club
-
Tool kits distributed for reintegration of migrants