اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي كوم قامونه چې په قرض ژوند كوي ٬ ھغوي خپل عزت او آزادي د لاسه وركوي ٬ قام به پخپلو پښو اودروٶ٬ مونږ به هېواد كښې داسې فضا جوړوو چې اولس به خپله ټېكس وركوي٬ په دې لړ كښې به پخپله خپل ځان د مثال په توګه وړاندې كوو٬ د ګستاخانه خاكو په معامله به او آئي سي څخه شريكه لائحه جوړوو٬ بيا بيا دا ډول پېښې رامخې ته كېدل د مسلمانانو ناكامي ده۔ د ګل په ورځ سېنېټ كښې د خيالاتو څرګندونې په مهال وزیراعظم عمران خان ووئيل د ګستاخانه خاكو معامله د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې پورته كوٶ٬ زه د لوېديزو په ذهن پوهېږم ٬ هلته ټولنه د اظهار آزادۍ قائل ده او هغوي په دې خبره نه پوهېږي چې مونږ د حضور نبي كريم ۖ سره څومره مينه لرٶ٬ زمونږ جذبات څنګه دي ٬ هلته دا ډول حركت د سلمان رشدي د شیطاني آیاتونو نه پس څومره ځله رامخې ته شوې٬ ده ووئېل لويديزو هېوادونو ته مسلمانانو څخه د كركې كولو موقع په لاس ورغلې چې ھغوي مسلمانانو ته د اظهار د آزادۍ په نامه پېغور وركړي ٬ ده ووئېل مونږ به او آئي سي په دې معامله يوموټے كوو ٬ بيا بيا دا ډول پېښې رامخې ته كېدل د مسلمانانو ناكامي ده۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل او آئي سي په دې لړ كښې بايد ستراتيژي جوړه كړي ٬ په څلورو اروپائي هېوادونو كښې په هولوكاسټ قانون جوړ شوې ٬ كومې هم مدنې ټولنې ته چې د كوم څيز نه تكليف رسي هغه ناسمه دے٬ مونږ له به لويديز په دې معامله پوهه كول وي چې مونږ ته د نبی کریمۖ په حقله دې ډول كارونو څخه څومره دړد رارسي ٬ وزيراعظم عمران خان ووئېل وړومبې به مونږ له په دې معامله مسلمانان يو موټې كول وي او دا به څرګندول وي چې مونږ ته په دې ډول خبرونو څومره دړد رسي ۔ ده ووئيل مونږ خپل سېنېټ لوړې كچې ته رسول غواړو٬ په دوو اوونيو كښې به د پوښتنو دمه كښې د پوښتنو پخپله د
متعلقہ مضامین
-
Federal government to ensure GB’s socio-economic uplift: PM
-
PM to come harder on mafias: Gill
-
Fertilizers industry sold highest amount of urea ever in a decade in Pakistan
-
FIO plays vital role in providing free-of-charge, prompt justice to complainants: President Alvi
-
Lawyers’ role key for supremacy of constitution: Siraj ul Haq
-
Palestine to take trade, tourism ties with Pakistan to optimum level: Ambassador
-
‘PTI has established a relation of sympathy with people’
-
Int’l Day for Tolerance to be marked tomorrow
-
Immediate relief to inflation-hit people a must, says PML-Q
-
Cabinet approves to put Shehbaz, Fawad’s names on ECL
-
IDF report reveals 33m diabetic patients in Pakistan: PANAH
-
Fawad Chaudhry apologetic for criticism against ECP