لاهور 26 اګست ﴿اے پي پي﴾ د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې د رېل ګاډو د كرائې زياتولو پرېكړه مو نه ده كړې٬ د سي پېك پروژې لپاره د سټېنډرډ ګېچ په پلو د تللو ضرورت دے٬ په 120 ورځو كښې به رېلوے په خپلو پښو ودروو٬ سږ كال به د رېلوے خساره كمولې شي٬ د رېلوے نه كرپشن ختمول مو وړومبې ترجيح ده۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ د لاهور رېلوے سټېشن د دورې كولو په مهال مېډيا سره په خبرو كښې وكړې۔ په دې موقع د رېلوے نور چارواكي هم ده سره وو۔ شېخ رشيد احمد ووئيل چې پاكستان رېلوے به د نورو هېواد د رېلوے پشان نوې كولې شي٬ رېلوے تر اېران او تركيه د رسولو تجويز دے۔ ده ووئيل چې په پېښور٬ كراچې او كوئټه كښې به رېل ګاډو ستونزې هوارولې شي۔ د لاهور پشمول په مهمو سټېشنو به اېلي وېټر لګولې شي۔ لس كاله وړاندې مونږ آن لائن ټكټنګ نظام معرفي كړے و٬ دې لپاره به نورې اسانيې هم وركولې شي۔ شېخ رشيد ووئيل چې په ټول هېواد كښې به د رېلوے د زمكو نه تجاوزات ختمولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Senate body questions conduct of MDCAT exam
-
FM reassures Pakistan’s support to Azerbaijan
-
IG Punjab orders operation against criminals
-
Police officers of three provinces reshuffled
-
Qadri urges India to reopen Kartarpur peace corridor
-
Buzdar orders strict action over fever drug shortage
-
Govt didn’t take parliament in confidence while negotiating with TTP, says Raza Rabbani
-
COAS asks commanders to stay abreast of latest developments
-
Training for family court judges held
-
US Navy Ship visits Karachi, conducts drills with Pakistan Navy
-
Siraj ul Haq seeks action against sugar mafia
-
PM summons party meeting ahead of joint session today