اسلام آباد 02 مئي (اے پي پي)د وزیراعظم د خزانې خاص مرستيال سناتور هارون اختر خان د مخالفې ډلې لخوا د اوسني حكومت په معاشي كاركردګۍ ټكونه كول بلا جواز ګرځولو سره وئيلي دي كه په كال 2013 كښې د معاشي اېمرجنسۍ تجويز وړاندې كړې شوې وې نو څه جواز خو ئې جوړېدو٬ چې معيشت ډېر كمزورے ٶ٬ ټولې معاشي اشاريې پرله پسې نمو څرګندوي٬ په معاشي كاميابيو ټكونه كوٶنكي غير جانبداري او د اقتصاديات پوهه نه لري۔ د شورو په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل پنځه كاله وړاندې د جي ډي پي شرح نمو 3.68 فیصده وه كومه چې اوس 5.79 فیصده ته رسېدلې دغسې د صنعت په څانګه كښې نمو 0.75 فیصده وه كومه چې 5.80 فیصده ، د كركيلې نمو 2.68 نه 3.81 فیصده او دغسې د خدماتو په څانګه كښې شرح نمو د 5.13 نه 6.43 فیصده ته رسېدلې ده٬ ده ووئېل لارج سکیل مېنوفېکچرنګ د 2.98 فيصده نه 6.24 فیصده او دغسې د تعیرات څانګه كښې شرح نمو 1.08 نه 9.13 فیصده شوې ده۔ سناتور هارون اختر ووئيل په دې موده كښې د زرعي څانګې د قرض حجم كوم چې په كال 2013 كښې 196.12 اربه ٶ په كال 2018 كښې 569.97 اربه روپۍ شوے او د بېلا بېلو فصلونو پېداوار هم رېكارډ زيات شوې۔ده ووئيل زمونږ د غېر ملكي زرمبادله پانګې كومې چې په اپرېل كال 2013 كښې 11.85 اربه ډالره ٶې ھغه په اپرېل كال 2018 كښې 1640 اربه ډالرو ته رسېدلې۔ هارون اختر ووئيل د رېونيو په څانګه كښې سل فيصده نمو رېكارډ كړې شوې او دا د حكومت لخوا د ټېكس وركولو په لړ كښې د آسانۍ پېدا كولو او ټېكس وركوونكو لپاره د اسانيو نتيجه ده۔
متعلقہ مضامین
-
PM Imran Khan summons urgent session on rising inflation: sources
-
Shahbaz Gill criticises, “former incompetent govt destroyed the national economy”
-
Talks with IMF moving forward positively: SBP governor
-
Will watch India-Pak match in Dubai: Sheikh Rashid
-
‘Negative propaganda’ by MPAs unwarranted: Jam
-
E-portal to be completed soon, says PTDC
-
NAB asks for more time to respond in Nisar Khuhro’s ECL removal case
-
Internet service remains suspended in Lahore amidst political fiasco
-
Breast cancer cases increasing globally every year: Dr Yasmin
-
Interior Minister calls on police from province to ensure public law in Islamabad
-
Pakistan rejects reports of agreement with US on use of its Airspace
-
Pakistan crush India