پېنډې 21 اپرېل (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي چې كه په هېواد كښې د يو بل د راغورځولو عمل جاري وي نو مونږ به پرمختګ ونه كړې شي٬ په رېلوے كښې مو د كرپشن نه پاك كلتور جوړ كړو٬ راتلونكې حكومت چې د هر چا وي خو بايد رېلوے ته خاص پاملرنه وكړې شي ځكه چې نړۍ د رېلوے په څانګه كښې مخكښې تللې۔ په خساره كښې اضافه درې نيم اربه روپې او په امدن كښې اضافه پنځوس اربه روپې ده۔ په نتخا او پنشن د وفاقي حكومت كنټرول دے۔ د خالي په ورځ د پېنډې په رېلوے سټېشن د خېبر مېل د نويو كوچونو پرانستې نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د څلور كلونو په مهال مو ګڼ شمېر ټرېنونه اپ ګرېډ كړي دي او كه دا لرې روانه وساتل شوه نو راتلونكې كال به په رېلوے كښې بهتري راشي۔ ده ووئيل چې د يو تاريخي ټرېن خېبر ميل پرانسته وكړې شوه كوم چې څلور شپېته كوچز لري٬ په دې كښې به پنځه زره مسافرو ته اساننيې وركړې شي۔ په ټرېن كښې هر ډول ضروري اسانيې وركړې شوې دي۔ ده ووئيل چې د رېلوے په امدن كښې خو اضافه شوې خو د ملازمينو تنخاګانې او پنشن د وفاقي حكومت ذمه واري ده۔ ده ووئيل چې په رېلوے كښې يو لكه 18 زره پنشن اخستونكي او 73 زره ملازمين دي د كومو چې هر كال تنخاګانې او پنشن زياتېږي۔ ده ووئيل چې د ملازمينو په تنخاګانو او پنشن 65 او 68 اربه روپې خرڅ كېږي۔ ده ووئيل چې د اوسني حكومت په دور كښې په رېلوے كښې ډېره بهتري راغلې۔
متعلقہ مضامین
-
China, Pakistan committed to success of CPEC
-
Eight suspects arrested in intelligence based raids by CTD Punjab
-
Pakistan Navy, Custom seize liquor in joint sea operation
-
OIC seeks immediate action to improve rights situation in IOJK
-
UN Women, PIA & FOSHPAH ink landmark agreement against harassment
-
Gang of lock breakers secretly active in Karachi’s red zone
-
PPP robbing Sindh’s people for last several decades: Gill
-
Imam Hussain’s chehlum observed in peace and harmony
-
PR outsources commercial management of nine trains in fair bidding process
-
Pakistan’s regional exports increase 34.75% in July-August 2021
-
SHC dismisses petition demanding CM Murad’s disqualification
-
Legendary comedian Umar Sharif leaves for US