اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي) د پاکستان انسټي ټيوټ آف ايجوکيشن د انجونو تعليم پحقله په شمېرو مشتمل د كال 23-2022 رپورټ په باقاعده توګه اجراء كړو، په يو كال كښې 21 ملين جينكۍ په تعليمي ادارو كښې داخلې شوي٬ ګرد هېواد كښې 28 فيصده تعليمي ادارې جينكو لپاره٬ 31 فيصد مخلوط او 41 فيصده تعليمې ادارې هلكانو لپاره دي، په رپورټ كښې د رامخې ته چېلنجونو مخنيوي لپاره كوټلې اقدامات تجويز كړې شوي۔ د شورو په ورځ د پاکستان انسټيټيوټ آف ايجوکيشن جوړ كړې شوي په پاکستان كښې د انجونو تعليم پحقله شمېرې او په رجحانات اډانه د كال 23-2022 رپورټ اجراء كولو دستوره د علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ په آډيټوريم كښې وشوه ٬ چې پكښې د تعليم وفاقي وزير خالد مقبول صديقي خاص مېلمه ٶ٬ په دستوره كښې د تعليم ايډيشنل سيکرټري حسن ثقلين، د پاکستان انسټي ټيوټ آف ايجوکيشن ډائريکټر جنرل ډاکټر محمد شاهد سرويا، د علامه اقبال او پن يونيورسټۍ وائس چانسلر پروفيسر ډاکټر ناصر محمود، د پاکستان الائنس فار ګرلز ايجوکيشن ايګزيکټو ډائريکټر فجر نه علاوه نور شراكتدار او نمائندګان هم موجود وو۔ په رپورټ كښې د انجونو د تعليم په بېلا بېلو اړخونو رڼا اچولې شوې ٬ كه يو خوا په ځينې څانګو كښې پېشرفت شوے نو هلته ځينې چېلنجونه هم دغسې پاتې دي ٬ په كال 2022-23 كښې نزدې 21 ملینه جېنكۍ په تعليمي ادارو كښې داخلې شوي كومه چې د 25 ملين هلكانو په مقابل كښې ټېټه شمېره ده٬ اګر چه د دې فرق خاتمې لپاره اقدامات شوي خو اوس هم صنفي تفريق موجود دے٬ په خاص توګه نزدې 13.71 ملینه اوس هم د سكولونو نه بهر دي او د هلكانو په مقابل كښې د جينكو دا شمېره سكولو ته د تللو 7 فيصده كمه ده ۔ د تعلیمي ادارو شمېرو تر مخه په پاكستان كښې 2 لكه 38 زره 718 تعليمي ادارې موجود دي، چې پكښې 28 فيصده جينكو لپاره، 41 فیصده هلكانو لپاره او 31 فيصده مخلوط تعليمي ادارې دي۔ د رپورټ له مخې ځېنې سيمو كښې په سهولتونو كښې بهتري راغلې خو 4 فيصده هلكانو لپاره د سكول مناسب ودانۍ اوس هم نشته ٬ او لس فيصده سكولونه د تل پاتي تعميراتي معيار له مخې نه دي ٬ د دې نه علاوه د انفراسټرکچر مسئلې اوس هم شته٬ د انجونو د 25 فيصده سكولونو مرمت ته ضرورت دے٬ د 6 فيصده حالت خطرناك ګرځولے شوے ٬ په 14 فیصده سكولونو كښې بېت الخلا نشته، 17 فیصده كښې د څښلو اوبه نشته او په 22 فيصده سكولونو كښې بجلي نشته ٬ په دې مسئلو قابو موندلو لپاره نورې پام لرنې او سرمايه كارۍ ته اړتيا ده
متعلقہ مضامین
-
Tarin allegedly instigates KP, Punjab finance ministers not to cooperate for IMF deal
-
Rs 5 billion collected
-
US leaders express solidarity with flood victims in Pakistan
-
PR teams working hard to restore rail service in flood-hit areas
-
KP CM directs for fact finding inquiry into drowning of five people
-
DG LDA visits One Window Cell
-
Social media posts land Saudi women in prison for 45 years
-
FCEPL sets up flood relief camps
-
KP CM chairs meeting to discuss flood damages
-
Pakistan receives 12th relief flight from UAE
-
PML-N, PPP slam political shows during floods
-
Major flood-hit road infrastructure restored