شینزن 05 جون (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي د چین پرمختګ زمونږ لپاره د تقلید وړ مثال دے، چین د پرمختګ لپاره پخوانۍ لارې پرېښودې او جديد تګلاره ئې خپله كړې،د پاکستان کمپنۍ دې د چين ماډل خپل كړي، خپل مصنوعات بايد په ښه ډول نړۍ ته وړاندې كړي، حکومت به ئې بشپړه مرسته كوي،مونږ لوظ كوو چې د قائداعظم په وژن عمل کولو سره به پاکستان د پرمختګ پلو روانوو ، پاکستان څخه به بدعنوانی او قاچاق ختمولو لپاره كوټلې اقدامات او ډھانچه جاتی بدلونونه راوستلې شي۔ده د شورو په ورځ د چین په شینزن ښار كښې پاك چین بزنس کنفرنس ته وينا كوله ۔ په دې موقع د کنفرنس په پيل د پاکستان او چین قامي سرودونه وغږولے شول ۔په دې موقع په خپل خطاب کښې وزیراعظم شهباز شریف ووئيل چین له په بزنس کنفرنس کولو مبارکي وركوم،په لنډه موده كښې په دې کامیاب بزنس کنفرنس د پاکستان چین كښې سفیر او د چین په پاکستان كښې سفیر پشمول ټولو منتظمینو له مبارکي وركوم۔د دواړو هېوادونو کاروباري شخصیات موجودګي د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي او د ملګرتيا اړيكو ته د ودي وركولو عكاسي وګرځوله ٬ وزيراعظم ووئېل په فورم كښې ټولو ګډون كوونكو ته هركلے وايم۔ده ووئيل د چين ښار شینزن په لږه موده كښې ډېر پرمختګ كړے، مونږ له به ماضي تير وخت پرېښودل او مخ په وړاندې تلل وي۔ په ماضي كښې كښې دا د كبانو نيوونكو يو كوچنے ښار ؤ دغسې اوس د دې ښار جی ډی پی500 بلیونه یوان ده۔ده ووئيل د چين پرمختګ زمونږ د ټولو لپاره يو مثال دے۔ د پاکستان آبادي 25 کروړه او زمونږ جی ډی پی 380 اربه ډالره ده،مونږ له به د دې څخه زدكړه كول وي۔ ده ووئېل د چین قیادت وژن په وجه او د صدر شی جن پھنګ په غوره قیادت كښې چين د نړۍ دويم لوئي معیشت او پوځي قوت دے كومه چې يوه لويه كاميابي ده ۔ ده ووئېل موجوده چین د پاکستان څخه دوه كاله پس جوړ شوے ، وړومبنو دوو لسيزو كښې د پاکستان معاشی اشاریې د چین څخه ښې وي۔د چین صدر شی جن پھنګ د 3 لويو کامیابیو ذکر کولو سره وزیراعظم ووئيل په دې کامیابیو كښې د کرپشن خاتمه، 70 کروړه كسان د غريبۍ څخه وېستل او د چین ځوانان خپلواكه كول شامل دي ځكه چین په بشپړه ډول بدل شوے ۔ ده ووئېل نن چين نړۍ ته په غټ شمير ډیري او زرعي مصنوعات برآمد کوي، هغوي د پیداوار زياتولو لپاره پخوانې تګلاره پرېښودې او جدید ټیکنالوجي استعمالوي۔ده ووئيل بزنس کنفرنس كښې د پاکستان لپاره ښې موقعې موجود دي،زمونږ کاروباري كسان د چین كاروباري كسانو څخه زدكړه كولې شي او د شريكې سرمایه کارۍ موقعې لټولې شي،زه سرمایه کارو او سوداګرو له د حکومت د اړخه د بشپړه مرستې باور وركوم دغسې د واړو هېوادونو سوداګر يو ډول ګټي ترلاسه كولې شي۔ده ووئيل د پاکستان معدني وسائل 10 ټریلیونه ډالره دي دغسې زمونږ د برآمدات حجم 30 اربه ډالره دے۔ وزیراعظم ووئيل د شینزن ښار پرمختګ زمونږ لپاره د لارې مشال دے۔مونږ د چین هلې ځلې ګورو بايد دې څخه زدكړه وكړو۔ده ووئيل زه به د دې عزم سره پاکستان ته ځم چې په لنډه موده كښې په دې ماډل عمل وكړے شي او پاکستان د قائداعظم په وژن عمل کولو سره پرمختګ وكړي۔ده د پاکستانو کمپنیو مشرانو ته ووئيل د چين ماډل خپل كړئ، د پاکستان کمپنۍ دې خپل مصنوعات په ښه ډول نړۍ ته وړاندې كړي، حکومت ستاسو سره ولاړ دے،مونږ وړاندې څخه ډھانچه جاتی بدلون شروع كړے، بدعنواني او د قاچاق مخنيوي لپاره كوټلې اقدامات كوو۔ده ووئيل مونږ اعتراف کوو چې پاکستان د مسئلو سره مخ دے دغسې مونږ ټول به په ګډه د قائداعظم پاکستان جوړولو لپاره هلې ځلې كوو،يو فلاحی ریاست به جوړولې شي، وزیراعظم د بیلټ اینډ روډ انیشی ایټو ذکر کولو كښې ووئيل دا منصوبه د پرمختګ ضمانت دے ٬ د دې منصوبې ترمخه پاکستان كښې د چین سرمایه کارو د اړخه 25 اربه ډالره سرمایه کاری كېږي۔ وزیراعظم څو مياشتي وړاندې د 5 چینائي وګړو د ترهه ګرو په بريد كښې په قتل كېدو د افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل دغه يوه ناوړه پېښه وه۔په دغه ورځ ټول پاكستان غمجن ؤ ،مونږ د غمجنو كورنيو سره سره غمرازي كوو۔ ده ووئېل پاکستان كښې د چین وګړو له د فول پروف سیکورټی وركولو لپاره لوظي يو،د هغوې حفاظت به باوري كولې شي دغسې چې دا ډول پېښې بيا رامخې ته نه شي۔ وزیراعظم ووئيل چین نه يواځې ملګرے بلكه د باور وړ ملګرے دے كوم چې په هر سخت وخت كښې د پاكستان مرسته كړې ۔ نائب وزیراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار په دې مهال ووئيل د برآمدات زياتولو پشمول نورو مهمو اقداماتو كولو له چمتو يو ، پاکستان كښې د 10 ټریلین ډالره معدنی وسائل اندازه لګولې شوې۔ پاکستان د آئي ټي ، زراعت، معدنی وسائل پشمول بيلو څانګو كښې موقعې لري ۔ ده ووئيل د سرمایه کارۍ سهولت کونسل کاروباري څانګې او سرمایه کارو ډاډګيرنې لپاره ګامونه پورته كوي، په خساره د روانو 84 سرکاري ادارو په نجکارۍ غور روان دے۔د خزاني وزیر محمد اورنګزیب ووئيل د پاکستان ټولې معاشي اشاریي مثبت پلو رواني دي۔ پاکستان كښې د ګرانۍ شرح كښې كمے راغلے ، حکومت اقتصادي اصلاحات ته پام لرنه كوي ، زمونږ د زرمبادله پانګې 9 اربه ډالره څخه زياتې شوې او افراط زر 38 فیصد څخه مئی كښې 11 فیصد ته راغلے۔ده ووئيل پالیسی فریم ورك او پالیسیو كښې تسلسل لپاره حکومت کار كوي، نجی څانګه اوس هېواد كښې کردار ترسره كوي۔ نائب وزیراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار ووئيل پاکستان د اقتصادي پرمختګ په اړه ښه ټریك ریکارډ لري، تر څو كلونو وړاندې پاکستان د نړۍ 24م لوئي معیشت ؤ ، افراط زر 2 فیصد ، سی پی آئي 9 فیصد څخه کم ؤ ، د جي ډی پی نمو 6 فیصد وه خو د بده مرغه سیاسی عدم استحکام ، حکومتي بدلون او د کووډ پشمول د نورو مسئلو په وجه ستونزي رامخې ته شوې۔ بزنس کنفرنس ته چین كښې د پاکستان سفیر خلیل هاشمي ووئيل بزنس فورم د دواړه اړخه بيلو څانګو كښې مرستې او شراکت دارۍ لپاره كاميابي ده۔ شینزن د پرمختګ منازل ترسره كولو په اړه يو مثال دے۔دا بزنس فورم به د دواړو هېوادونو ترمينځه معاشي ، تجارتي او سرمایه کارۍ څانګو كښې مرستې ته ودي وركولو له مرستياله وګرځي۔د دواړو هېوادونو د 500 بزنس لیډرز دلته ګډون د دې د کامیابۍ ثبوت دے۔ ایګزیکټو وائس میئر شینزن تھائو ووئيل د وزیراعظم شهباز شریف شینزن ته په راتګ هركلے كوو ۔ ده ووئيل شريك بزنس فورم سره کاروباري شخصیات ته جامع پلیټ فارم ترلاسه شوے۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan congratulates Algeria on 60th Independence Day
-
PM orders inquiry into criminal delay over Gwadar breakwater project
-
IHC adjourns Narowal Sports City case
-
ECP notifies PTI MPAs on five reserved seats
-
Open court to hear IK’s plea against NAB law
-
Creating a life of balance and joy
-
No gas price increased for any sector, Musadik clarifies
-
PTI responsible for current inflation: Kundi
-
Inflated sacrificial animals’ prices put buyers in trouble
-
Ambassador Masood meets President Joe Biden
-
55th death anniversary of Madar-e-Millat observed
-
Seven more succumb to Covid as positivity reaches 3.2%