اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي مذهبي سېلګرۍ ته ودې وركولو سره د سكهانو پشمول مذهبي ځايونو ته غېر ملكي راغب كېدے شي، غواړو چې سکھانو لپاره ويزه آن آرائيول وي، د اسلام آباد پشمول ګرد هېواد كښې د چائينز تګ راتګ لپاره به په سکيورټي اېس او پيز عملدرامد باوري كولې شي، آئي جي اسلام آباد او صوبائي پوليس ته په غېر قانوني توګه د موجودو غېر ملكيانو انخلاء لپاره د كار تندولو امر شوے، په غېر قانوني توګه چا ته پاكستان كښې د پاتې كېدو اجازه نشته۔ ده دا خبره د جمعې په ورځ د پارلمان نه بهر ميډيا سره په غېر رسمي خبرو كښې وكړه ۔ محسن نقوي اسلام آباد كښې ميډيا بيټ رپورټرز سره د ښه وركنګ رېلېشن جوړولو له د عزم پخلي كولو سره ووئيل ميډيا ته د ورمخې ته مسئلو حل به باوري كولې شي۔ داخله وزير ووئيل د اسلام آباد 27 تهاڼې په ماډل تهاڼو بدلولو منصوبه به په درې څلورو مياشتو كښې بشپړه شي، د پوليس جديد تقاضو سره برابرولو ته زه وړومبۍ پام لرنه كوم۔ وفاقي داخله وزير محسن نقوي ووئيل د آزادې ويزه پاليسۍ پلوي يم٬ غواړم چې سكهانو ته پاكستان كښې په آسانۍ سره ويزې وركړې شي٬ غواړم چې سکھانو لپاره ويزه آن آرائيول سهولت وركړے شي٬ په وړومبي پړاو كښې به د هند نه بهر سكهانو ته ويزه وركولې شي۔ ده ووئيل په اسلام آباد كښې د چين وګړو حفاظت لپاره خاص اقدامات كوٶ٬ په اسلام آباد كښې درې څلور منصوبې په ګوته كړې شوي په دې به ډېر زر كار كوم۔ داخله وزير ووئېل په اسلام آباد كښې په نېشنل فرانزك لېب كار شوے٬ ډېره زر به په منصوبه كار پېل شي
متعلقہ مضامین
-
Masses have rejected Imran’s protest call, says Marriyum
-
Petitioner’s lawyer conclude arguments in PTI Funding Case
-
Two labourers, official killed in Quetta and Kech firing incidents
-
Dr Aamir Liaquat’s body to be exhumed on June 23 for autopsy
-
Safety of commuters to be ensured at all costs: minister
-
ATC adjourns hearing of five suspects’ acquittal pleas till 24th
-
SHC suspends order of Aamir Liaquat’s exhumation and autopsy
-
LG polls in eight Balochistan districts on Aug 28
-
Meezan Bank acquires latest PCI DSS certification
-
COVID-19 cases increasing in Pakistan again
-
PM Shehbaz calls his Afghan counterpart; assures support for quake victims
-
Karachi police chief suspends DSP over charges of corruption